دوی په خپل تازه راپور کې ویلي، د اقلیم د بدلون له امله د طبیعي پېښو خطرونو په ځانګړې توګه هغه افغانان سخت له زیانونو سره مخ کړي چې په دې وروستیو کې له ګاونډیو هېوادونو بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي او په ټکو یې د دوی بیا ادغادم یې سخت له ننګونو سره مخ کړی دی.
د ایران له تهرانه د افغانستان فاریاب ولایت ته ستنه شوې معصومه وایي په ایران کې یې له لسیزو ژوند کولو وروسته په جبري ډول له خپلې کورنۍ سره خپل هېواد ته ستنه کړل شوې او له تېرو کابو درې اونیو راهیسې یې په وچ ډاګ کې خیمه وهلې.
موږ اوس خیمه کې اوسېږو، دلته وضعیت ډېر بد دی، هېڅ حل لاره هم نه لرو، چې کله باران ورېږي ټوله خیمه لنده شيله ایرانه ستنه شوې کډواله
دی وايي دوی د سیلابونو له جدي خطر سره مخ دي"موږ اوس خیمه کې اوسېږو، دلته وضعیت ډېر بد دی، هېڅ حل لاره هم نه لرو، چې کله باران ورېږي ټوله خیمه لنده شي،دلته (خیمه کې) هوا زښته زیاته ګرمه ده، ډېر بد بادونه راځي، د سېلابونو له خطر سره هم مخ یو، باید موږ ژر تر ژره له دې خیمې انتقال کړل شو، چې بادونه سخت شي، خیمه ټکانونه خوري راولېږي."
د پاکستان له اسلام اباده د افغانستان ننګرهار ولایت ته شاوخوا یوه میاشت وړاندې ستون شوی ۵۰ کلن سید ګل هم ورته شکایت کوي.
سید ګل وایي که څه هم تر اوسه هوا ګرمه ده خو په خبره یې د مناسبې سرپناه نشتون او د اقلیم بدلون له امله طبیعي پېښې لکه سېلابونه او شدید وروښتونه یې د ده او کورنۍ ژوند ګواښي"دومره وسه نه لرو چې موږ چېرته کور جوړ کړو، داسې ځای هم نه لرو، زموږ ځای غرونو کې دی سم ختلی نه شو، د سېلابوتو او بادونو او بارانونو خطرونه زیات دي، دوه ځلې بارانونه راغلل، سېلابونو او مالونه یې یوړل، د سیمې وضعیت مو بد دی."
دا ستانه شوي افغانان داسې وخت د چاپېریالي کړکېچونو او ورته د چمتوالي نه لرلو له امله شکایتونه کوي چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري (یو ان اچ سي ار) هم په خپل تازه څېړنیز راپور کې د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي چې په افغانستان کې له ۲۰۲۱ کال له اګسټ وروسته، د اقلیم د بدلون له امله طبیعي پېښې او خطرونو یې او د سختې هوا ناورینونه د ستنېدونکو او بې ځایه شویو خلکو د بېرته مدغمېدو او ځای پر ځای کېدو پر وړاندې ان تر جګړو هم ننګونکي دي.
د ملګرو ملتونو د دې ادارې په یاد ۳۲ مخییز څېړنیز راپور کې چې د پنجشنبې په ورځ «د اګسټ پر ۲۸مه» یې د ملګرو ملتونو پر ریلیف وېب پاڼه خپور کړی زیاته کړې چې په افغانستان کې د اقلیم د اغیزو او بې ځایه کیدو ترمنځ د تړاو په اړه شته ارقام ښیي چې په نړیواله کچه افغانستان د هغو هیوادونو په ډله کې دی چې د طبیعي پېښو او سختې د ناورینونو له اغیزو سره مخ دي.
راپور زیاتوي چې د ګڼو نورو ننګونو تر څنګ همدا اقلیمي بدلونونه او ګواښونه یې افغانستان ته د بېرته ستنېدونکو افغانانو او بې ځایه شویو د بېرته ځای پر ځای کېدو پر وړاندې تر ټولو ستر خنډونه دي.
راپور کې وړاندې راغلي چې اکثره بېرته ستنېدونکي د چاپېریالي ننګونو او ګواښونو په اړه مخکنیي معلومات او چمتوالی نه لري له امله یې له خطرونو ډېر زیانونه ګالي چې په ټکو یې ان دوی د دویم ځل لپاره بې ځایه کېدو ته اړ باسي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ټینګار کړی چې په دې برخه کې د منظمو میکانیزمونو نشتون،د (کورنیو) بې ځایه شویو او هېواد ته د بېرته ستنېدونکو زیاتېدل افغانستان کې د سرچینو له کمښت سره تړلي ستونزې او فشارونه لا پسې زیات کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د «یو ان اچ سي ار» د شمېرو له مخې، د سږ میلادي کال له پیله تر اوسه له ایران او پاکستانه افغانستان ته ۲،۳ میلیونه افغانان بېرته ستانه شوي دي.
افغانستان لا له وړاندې د نړیوالو مرستو په بندېدو، له شدید اقتصادي او بشري کړکېچ سره مخ هېواد دی او تېر کال طبیعي پېښو په ځانګړې ډول شدیدو سېلابونو، ورښتونو او زلزلو سخت ځپلی دی، چې د ګڼو نړیوالو ادارو د راپورونو له مخې، اوس د کډوالو د بېرته ادغام هېڅ ډول اسانتیاوې په واک کې نه لري.