د کندهار د انتخاباتو سیمه ییز دفتر وايي چې د دوی شاه خوا ۲۰۰ کارکوونکو د امنیتي ځواکونو د ناسم چلند او د کم امتیاز له امله دندې پرېښودې. دوی د رایې اچونې په ځنډ پېلېدو لاامل همدا ستونزه یادوي. په دې اړه نور جزیات په دغه ویډیوي راپور ویډیو: محمد صادق رښتینی. ایډیټ: تمیم اخګر
د دغه ولایت د ښځو چارو رئیسه وايي، د کندهار په رایې اچونې کې د ښځو ګډون له تصور لوړ و. ویډیو: محمدصادق رښتیني ایډیټ: تمیم اخګر
په کندهار ولایت کې ښځو هم له خپل سیاسي ګډون څخه ګټه واخيسته محمد صادق رښتینی د رأیې ورکونې یو مرکز ته ورغلی دی. ايډېټ:تمیم اخګر
د کندهار یوشمېر اوسېدونکي د رأیې ورکونې په یوشمېر مرکزونو کې د رأیې ورکونې په بهېر کې له رامنځته شوي ځنډه شکایت کوي، خو یوشمېر نور بیا له دې بهېره خوښ دي. نور حال په دغه ویډیویي راپور کې وګورئ چې د ازادي راډيو خبریال صادق رښتيني له کندهاره رالېږلی دی اېډيټ: تمیم اخګر
د کندهار اوسېدونکي د ډموکراسۍ د پلي کېدو او ټينګښت لپاره د رأیې ورکونې مرکزونو ته ورغلي دي. وېډیو : صادق رښتينی ايډېټ: تمیم اخګر
د کندهار اوسېدونکي د تمې خلاف لوی لوی کتارونه جوړ کړي، خو لاهم یوشمېر د رأیې ورکونې مرکزونه نه دي پرانيستل شوي. راپور:صادق ریښتنی ایډېټ: تمیم اخګر
تر دې دمه څلور میلیون افغانانو د ۱۳۹۷ کال د ولسي جرګې په انتخاباتو کې ګډون کړی او ټاکل شوې چې د کندهار خلک به هم د شنبې په ورځ په دې بهیر کې رایې ورکړي خو په نورو ولایتونو کې د رایو د شمیر او د شکایتونو د څېړنې بهیر روان دی. ایدیت: تمیم اخګر
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي په دې اړه څیړنې روانې دي چې ایا د انتخاباتو په ورځ د ځینو کارکوونکي نه حاضرېدل یوه توطیه وه څنګه؟ د دغه کمېسیون منشي او ویاند سید حفیظ الله هاشمي له ازادي راډیو وویل چې د کندهار ولایت په انتخاباتو کې به ستونزې تکرار نه شي. ویډیو او ایډیټ: تمیم اخګر
افغان ولسمشر په یوې ټلوېزیوني وینا کې د ۱۳۹۷ کال د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د افغانانو د "پراخ" ګډون هرکلی وکړ او دغه بهیر یې په ولسواکۍ کې د افغانانو د ارادې د تمثیل نښه وبلله. د ولسمشر وینا په دغه وېدیو کې ووینئ.
د افغانستان د خپلواک کمېسیون وایې،هغه مرکزونه چې تېره ورځ د یو لړ ستونزو له امله نه و پرانیستل شوي نن به د ورځې تر پایه د رایه اچوونکو پرمخ پرانیستې وي د ازادي راډیو خبریال ابراهیم صافي په دې اړه ویډیویي راپور چمتو کړی دی
د ولسي جرګې انتخابات وروسته له هغې دوهمې ورځ ته وغځیدل چې د افغانستان په بیلا بیلو برخو کې د یو لړ ستونزو له امله له ۳۷۰ زیات مرکزونه نه و پرانیستل شوي. د ازادي راډیو خبریال ابراهیم صافی د رایې ورکونې د پروسې له دوهمې ورځې ویډیویي راپور جوړ کړی دی.
د ازادي راډیو خبریال عبدالقدیر غفوري وایې د نورو ولایتو په څېر دې ولایت کې هم ښځو او نارینو د انتخاباتو په پروسه کې برخه واخیسته. ایډیټ ابراهیم صافی.
نور راوښيه