د ازادي راډیو خبریال عبدالقدیر غفوري وایې د نورو ولایتو په څېر دې ولایت کې هم ښځو او نارینو د انتخاباتو په پروسه کې برخه واخیسته. ایډیټ ابراهیم صافی.
په ننګرهار ښار او یو شمېر سیمو کې میرمنو هم د ولسي جرګې په انتخاباتو کې برخه واخیسته او دخپلې خوښې وړ نوماند ته یې رایه ورکړه. ویډیو: شاه محمود شینواری ایډیټ: ابراهیم صافی
د فراه اوسېدونکو د خپلې خوښې نوماند ته د رأی ورکولو لپاره اوږده صفونه جوړ کړل. د ازادي راډیو خبریال احمد شاه فطرت له دغو رأی ورکوونکو او رأی ورکونې وېډیو جوړه کړې. اېډېټ: تمیم اخګر
د زابل د ۲ولسواليو اوسېدونکي په ټاکنو کې له ګډون څخه بې برخې دي. خاک افغان او دایچوپان هغه ولسوالۍ وې چې له لویه سره پهکې نومليکنه نه وه شوې. په عین وخت کي د دغه ولایت والي که څه هم د ځينو تخنيکي ستونزو خبره مني خو وايي چې د رأی ورکونې بهیر ډېر ښه روان دي. ویډیو:صادق رښتینی ایډیټ:ابراهیم صافی
کندهار هغه ولایت دی چې د دغه ولایت د امنیه قوماندان جنرال رازق د وژل کېدو له امله پهکې ټاکنې یوه اوونۍ وځنډېدې. د دغه ولایت ډېری اوسېدونکو د ازادي راډیو له خبریال صادق رښتیني سره په خبرو کې د راتلونکې اوونۍ د ټاکنو لپاره چمتووالی وښود. اېډېټ: تمیم اخګر
په کندز کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رئیس وايي چې په دغه ولایت کې له ټولو ۳۵ مرکزونو ۳۳ یې فعال دي. اجمل ارین تاسو یو له دغو مرکزونو ته بیايي. اېډېټ: تمیم اخګر
په بلخ کې د ازادي راډیو خبریال مجیب حبیب وايې په انتخاباتو کې د مېرمنو او نارینو ګډون د پام وړ دی ایډیټ: ابراهیم صافی
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن د ولسي جرګې په انتخاباتو کې له رای ورکولو وروسته له خلکو وغوښتل چې رایې ورکړي. ده همداراز وویل، د انتخاباتو کمیسیون چمتو دی چې یوه اوونۍ وروسته په کندهار کې انتخابات ترسره کړي.
د ارزګان یو شمېر اوسېدونکي وايي چې له امنیتي تدابیرو او د ټاکنو له بهیره راضي دي، خو د کار له سستوالي شکایت لري. نور جزئیات د شریفالله شرافت په وېډیويي راپور کې ووینئ. اېډېټ: تمیم اخګر
په کابل کې د ستارې ښوونځي کې په انتخاباتو کې د خلکو پراخ ګډون چې تر څنګیې د دفاع وزارت پخوانی ویاند دولت وزیري هم خپله رأیه وکاروله.
د ازادي اډیو خبریال روحالله انواري وایي په دغه ولایت کې د ټاکنو پروسه ښه روانه ده. اېډېټ: ابراهیم صافی
د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي تر دې دمهیې د شعارونو له مخې څوک نهدي انتخاب کړي چې رأیه ورکړي. ځکه د دوی په خبره ټولې هسې بېځایه ژمنې دي. د ازادي راډیو خبریال ابراهیم صافي په همدې هکله د کابل یو شمېر ښاریانو سره خبرې کړي چې دلتهیې کتلی شئ.
نور راوښيه