د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۴ کب ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۳

د امریکايي مرستو بندېدو په افغانستان کې پر روغتیايي خدمتونو اغېز کړی دی


عکس ارشیف
عکس ارشیف

د امریکا متحده ایالاتو د مرستو له بندېدو وروسته د افغانستان د بېلابېلو سیمو یو شمېر اوسېدونکي ادعا کوي چې په دولتي روغتونونو کې د مناسبو امکاناتو د نشوالي له امله لازم روغتیايي خدمات نه ترلاسه کوي. دوی ازادي راډيو ته وویل چې وویل د اقتصادي ستونزو له امله نه شي کولای خصوصي روغتونونو ته لاړ شي.

د ننګرهار د روداتو ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالله وايي څو ورځې وړاندې یې ناروغ پلار یو دولتي روغتون ته وړی و، خو دی ادعا کوي چې هلته مناسب روغتیايي خدمات نه وو.

نوموړي د دوشنبې په ورځ د مارچ درېیمه ازادي راډيو ته وویل: "د روژې له پیل دوه ورځې مخکې مې پلار ناروغ شو، دولتي روغتون ته مې یوړو، کله چې لاړو ډاکتر مې پلار یو نظر وکتلو، نخسه یې راته ولیکله او راته یې وویل چې درمل له بیرون واخلئ، پوره امکانات یې نه لرل او معاینات یې هم ونه کړل، زموږ اقتصادي وضعیت هم ښه نه دی کنه شخصي ډاکتر ته به مو وړی وی."

د هرات ولایت د غوریان ولسوالۍ یو اوسېدونکی خیرالله هم له ورته ستونزو سره مخامخ دی.

هغه ازادي راډيو ته وویل: "څو ورځې وړاندې مې په یو ماشوم سال دانه راختلې وه، د سال دانې د مخنیوي لپاره ناروغ ته د دانې د وچولو لپاره درمل تزریق کیږي، خو له بده مرغه په روغتون کې نه وو،له کله راهیسې چې مرستې درېدلې دي، دولتي روغتونونه خلک مجبوروي چې خصوصي روغتونونو ته لاړ شي."

"له کله راهیسې چې مرستې درېدلې دي، دولتي روغتونونه خلک مجبوروي چې خصوصي روغتونونو ته لاړ شي.

د کابل په یو دولتي روغتون کې یو مسؤل ډاکټر چې د موضوع د حساسیت له امله نه غواړي په دې راپور کې یې نوم خپور شي دغه ستونزې تأییدوي.

هغه ازادي راډيو ته وویل: "له اوله ستونزې وې، خو اوس بیخې زیاتې شوې دي، ځکه مخکې موږ ته د درېیو میاشتو لپاره درمل رارسېدل، ولې اوس چې امریکا مرستې بندې کړي مؤسسې هم مرستې نه کوي، بله دا چې مؤسسو به زموږ په سیمو کې د کم خونۍ درمل وېشل چې اوس هغه هم بند شوي دي."

ثناالله عزیزي چې په بدخشان ولایت کې د یوې غیر دولتي مؤسسې مسؤل دی او په دې ولایت کې روغتيايي خدمات وړاندې کوي وايي چې د امریکا د مرستو بندېدو ماشومانو او میندو ته د دوی مرستې اغیزمنې کړې دي: "زموږ ټیمونو په لیرو پرتو سیمو کې د میندو او ماشومانو لپاره صحي خدمات وړاندې کول، خو د مرستو له بندېدو وروسته ستونزې بېخي زیاتې شوې دي، ان داسې وېډیوګانې موږ ترلاسه کړې دي چې میندې اړ کیږي ان خپل ماشوم ناروغان د اسونو او خرو په وسیله روغتونونو ته انتقال کړي."

له دې وړاندې د غزني او بامیان ولایتونو سیمه ییزو مسؤلینو تأیید کړې وه چې لسګونه روغتیايي ګرځنده مرکزونه د امریکا د مرستو د بندېدو له امله تړل شوي دي.

د طالبانو عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان په دې اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې، خو د امریکا د مرستو له بندېدو وروسته دغه وزارت ویلي و چې د افغانستان د ولسوالیو ۷۲ سلنه اوسېدونکي لومړنیو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري او له ۴۰۰ ولسوالیو یوازې په ۹۳ ولسوالیو کې روغتیايي مرکزونه موجود دي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د جنوري په ۲۰مه د امریکا د ۴۷م ولسمشر په توګه له لوړې وروسته، په یوه اجراییوي فرمان کې د افغانستان په ګډون، ټولو هېوادونو ته د امریکا بهرنۍ مرستې وځنډولې چې د ګڼو افغانانو ژوند یې اغېزمن کړ.

نوموړي ویلي چې د متحده ایالاتو مرستې او په دې برخه کې بروکراسي د امریکا له ګټو سره سر نه خوري.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو بیا ویلي چې حیاتي بشري مرستې له دې فرمان څخه مستثنی دي.

له دې وړاندې بېلابېلو نړیوالو بنسټونو د افغانستان روغتیايي وضعیت اندېښمنوونکې بللی دی.

شاوخوا یوه میاشت وړاندې، ملګرو ملتونو خبرداری ورکړ چې د امریکا د مرستو بندول ممکن په افغانستان کې د ۱۲۰۰ امیندوارو میندو د مړینې لامل شي.

XS
SM
MD
LG