له ازادي راډيو سره په شریکو شویو وېډیو ګانو کې ښکاري چې یکشنبه د شپې ناوخته په تورخم سخته جګړه روانه ده.
د سپکو او درنو وسلو د ډزو غږونه اورېدل کېږي.
په تورخم کې د طالبانو حکومت یوې سرچینې وویل چې دا وسله واله نښته تېره شپه شاوخوا ۱۲ نیمې بجې هغه مهال پیل شوه چې پاکستاني لوري د افغانستان پر خوا ډزې وکړې.
نوموړي د موضوع د حساسیت له امله د نوم د نه خپرېدو او د غږ د بدلون په شرط ازادي راډيو ته وویل: "تقریبا ۱۲ نیمې بجې د شپې وې چې له پاکستاني لوري نه ډزې وشوې، وروسته نښته پیل شوه، سپکې او درنې وسلې په کې وکارېدې، جګړه لا هم روانه ده."
د تورخم ښارګوټي یو بل اوسېدونکي چې ده هم نه غوښتل راپور کې یې نوم خپور شي د دوشنبې په ورځ یولس نیمې بجې ازادي راډيو ته د دغه نښتې په اړه وویل: "د مرګ ژوبلې په اړه موږ نه پوهېږو، موږ کورونو کې یو، بازار ته نه شو تللی، خو اوس دستي نښته ولاړه ده، الله دې خیر کړي، ارامه ارامي ده."
ده که څه هم په دې نښته کې د طالبانو لوري ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ویل، خو په تورخم کې د طالبانو حکومت یوې بلې سرچینې ازادي راډيو ته وویل چې د دغه نښتې له امله افغانستان اړخ ته درې کسان ژوبل شوي او یو بل وژل شوی دی.
دغه راز د پاکستان د ملېشې ځواک یوه چارواکي هم د ازادي راډيو مشال څانګې ته ویلي چې جګړه کې د دوی خوا ته د (اېف سي) ځواک درې سرتېري او یو عام کس ټپيان شوي دي.
دغه چارواکي تور پورې کړی چې جګړه د طالبانو د پوله ساتو له خوا پيل شوې او تورخم کې یې د دوی «ایوب چیک پوسټ» په نښه کړی دی.
د لنډي کوتل روغتون یو شمېر ډاکترانو ویلي چې د دغه جګړې پر مهال له تورخمه د یو ځایي موټر چلوونکي مړی هم وروړل شوی چې ګومان کېږي د زړه د حملې له امله مړ شوی وي.
په تورخم کې د طالبانو د پوله ساتو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ دا نښته داسې مهال رامنځته شوې ده چې د تېرې فبرورۍ د ۲۱مې نېټې راهیسي د تورخم دروازه تړلې ده.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت او پاکستان تر اوسه د دغه نښتې په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي، خو پرون یکشنبه په ننګرهار کې د طالبانو حکومت ولایتي ادارې ویلي چې د ننګرهار د مرستیال والي عزیزالله مصطفی په مشرۍ پلاوی تورخم ته تللی او د دروازې د خلاصون په هدف یې پاکستاني لوري سره خبرې کړې دي.
په دې اړه مخکې له دې د ننګرهار د رسنیو له مرکزه په خپور شوي بیان کې راغلي و چې دواړو لورو د ناروغانو د تګ راتګ د زیاتوالي، سوداګریزو مالونو د انتقال اسانتیا او د تورخم دروازې د دوامداره خلاصون پر موضوعاتو تفصیلي بحث وکړ.
د راپورونو له مخې د تورخم لارې د بندښت له امله په تېرو ۱۰ ورځو کې دواړو غاړو ته زرګونه کسان بند پاتې دي.
دغه راز زرګونه په سوداګریزو توکو بار لارۍ هم دواړو غاړو ته ولاړې دي.
یو شمېر سوداګرو مخکې له دې ازادي راډیو ته ویلي و چې د سبزیو او مېوو په ګډون ډېر هغه توکي چې باید پر وخت رسول شوي وی پر لار د ځنډېدو له امله یې زیان لیدلی.
د افغانستان-پاکستان د سوداګرۍ خونې مسؤلینو ازادي راډیو ته دا هم ویلي و چې د دغه لارې د بندښت له امله د ورځې په منځني ډول سوداګرو ته یو میلیون ډالره زیان اوړي.