بل لورته د پاکستان د ملیشې ځواک یوه چارواکي بیا د ازادي راډيو مشال څانګې ته ویلي چې جګړه کې د دوی خواته د ( ایف سي) ځواک درې سرتیري او یو عام کس ټپي شوی دی.
دغه چارواکي تور پورې کړی چې جګړه د طالبانو د پوله ساتو له خوا پيل شوې او تورخم کې یې د دوی (ایوب چیک پوسټ) په نښه کړی دی.
د لنډي کوتل روغتون ډاکټران وایی چې د ډذو تبادلې په وخت له تورخمه د یوه ځایی ډریور حیات شیر مړی وروړل شوی دی.
ځایي خلکو مشال راډیو ته ویلي چې د ډزو له کبله پولې ته څيرمه پروت باچا مینې کلي نه خلکو د ویرې له کبله کډې بار کړي او لنډي کوتل ته تللي دي.
په تورخم پوله د پاکستان امنیتي ځواکونو او افغان طالبانو ترمنځ د دغې تازه نښتې د لامل په هکله لا پوره معلومات مخې ته نه دي راغلي خو د مارچ په ۲ نیټه پرون ماسپښین د دواړو خواوو چارواکو ترمنځ د تورخم دروازې د خلاصیدو په هکله شوي مذاکرات بې نتیجې ختم شوي وو او د تورخم دروازې د خلاصیدو په هکله پکې کومه پریکړه نه وه شوې.
د تورخم دروازه د فبرورۍ ۲۱ نیټې راهیسې تړل شوې ده.