د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۴ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۱

د جرمني په منهایم کې یوه بریدګر په خپل موټر باندې ۲ کسان مړه کړي او ۱۱ نور یې ټپیان کړي


جرمني منهایم ښار د دوشنبې پېښې ځای او موټر
جرمني منهایم ښار د دوشنبې پېښې ځای او موټر

یوه موټر چلوونکي د دوشنبې په ورځ د جرمني په سویل لویدیځ منهایم ښار کې د خلکو په ګڼه ګوڼه کې په موټر دوه کسان وژلي او ۱۱ نور کسان یې ټپیان کړي دي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیرې نانسي فایزر دا پېښه په «رڼا ورځ وحشت» بللی دی.

پولیسو د دې پېښې په تور یو څلویښت کلن جرمن تبع نیولی دی.

پولیسو ویلي چې بریدګر کس په قصدي توګه په خلکو باندې خپل موټر ور وستی ځکه له مجاز سرعت زیات یې موټر چلاوه..

د جرمني د پولیسو ویاند سټیفن ویلهلم ویلي دوشنبه غرمه کله چې کارګران د غرمې ډوډۍ ته روان وو، یاد بریدګر د ښار په مرکز پارادپلاتز سیمه کې پر پیاده رو د خلکو پر لور خپل موټر وروستلی دی.

سیمه ییزو رسنیو راپور ورکړی چې په منهایم کې د کارنیوال بازار د ترسره کېدو په حال کې دی او شاوخوا درې لکه کسان یې لیدو ته ورغليدي.

خو د جرمني پولیسو له دغه برید وروسته د کارنوال مراسم لغوه کړل.

د منهایم لوی څارنوال رومیو شلوسلر ویلي د پېښې د عامل د دې کار انګیزه سیاسي یا مذهبي نه ده خو داسې دلایل شته چې دی رواني ناروغ وو.

د جرمني احتمالي راتلونکي صدراعظم فریدریش مرتز چې ګوند یې ټاکنې ګټلي ویلي موږ باید د دا ډول پېښو د مخنیوي لپاره هر څه چې په وس لرو ویې کاروو.

په جرمني کې په وروستیو میاشتو کې د تاوتریخوالي په څو پېښو کې موټرونه د وژونکو وسلو په توګه کارول شوي دي.

په جرمني کې د موټر په وسیله د خلکو د ژوبلولو پېښې تر دې مخکې هم شوي. وروستۍ یې تېره میاشت په مونیخ کې وشوه چې یوه افغان کډوال په خپله موټر باندې نږدې ۴۰ کسان ووهل. له ډلې یې یوه وړه ماشومه او مور یې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه او ۳۷ کسان ټپیان شول.

یو ۲۴ کلن افغان پناه غوښتونکی د دې برید په تور نیول شوی او بندي دی.

محکمې ویلي داسې ښکاري چې د هغه د حملې انګېزه «اسلامپالنه » وه.

تر دې برید وروسته د مجرمو او خطرناکه کډوالو د ایستلو په اړه جرمن چارواکو څرګندونې کړي او ویلي یې دي چې جرمني به هرومرو هغه افغان کډوال چې په جرمونو کې ښکېل دي افغانستان ته ډیپورټ کړي.

تېر کال هم د جرمني په ختیځ کې د ماګدبورګ ښار د کرسمس په بازار کې د یوه موټر د ټکر له امله شپږ کسان ووژل شول او تر ۲۰۰ ډېر ټپیان شول.

اوسنۍ پېښه په منهایم ښار کې شوې چېرته چې شاوخوا ۹ میاشتې مخکې د سلیمان عطايي په نوم یوه افغان کډوال شپږ کسان په چاقو ووهل. له ډلې یې یو جرمن پولیس د سختو ټپونو له امله په روغتون کې ساه ورکړه

  • 16x9 Image

    صفي‌الله ستانکزی

    صفي الله ستانکزی پراګ کې د ازادي راډیو خبریال دی چې د افغانستان، سیمې او نړۍ پر روانو چارو راپورونه جوړوي. ده کلونه په افغانستان کې هم د ازادي راډیو لپاره خبریالي کړې ده
    پر ایکس او فیسبوک یې تعقیبولی شئ
     

XS
SM
MD
LG