د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي تر دې دمهیې د شعارونو له مخې څوک نهدي انتخاب کړي چې رأیه ورکړي. ځکه د دوی په خبره ټولې هسې بېځایه ژمنې دي. د ازادي راډیو خبریال ابراهیم صافي په همدې هکله د کابل یو شمېر ښاریانو سره خبرې کړي چې دلتهیې کتلی شئ.
د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي شکایت کوي چې ولسي جرګې ته یو شمېر نوماندانو د دوی له اجازې پرته د دوی په شخصي ملکیتونو انتخاباتي پوسټرونه لګولي دي. د ازادي راډیو خبریال ابراهیم صافي په دغه راپور کې موندلې چې له هغو کاندیدانو سره به قانوني چلند وشي چې دغه کار کوي.
۵۲ کلن اوتار سنګهـ د افغانستان ولسي جرګې ته د اهل هنود او سیکهـکانو لهمنځه لومړنی کاندید دی. د ازادي راډیو خبریال ابراهیم صافي د اوتار سنګهـ خالصه په اړه وېډیویي راپور چمتو کړی چې دلتهیې کتلی شئ.
فغان ولسمشر محمد اشرف غني وویل چې د ولایتي شوراګانو او ولسي جرګې انتخابات به په خپل وخت تر سره شي. د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مسؤلین وايي، په لومړۍ مرحله کې ۱۵۰۰ مرکزونه پرانیستل شوي دي. ویډیو او ايډېټ: ابراهیم صافی