په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندوی دفتر (یوناما) د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د کاندیدانو د شورا دا تور رد کړ چې ګنې یوناما خپله بې طرفي نه ده رعایت کړې.
د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ډله وايي، وړاندې تردې چې د ټاکنو کمېسیون د رأیو بیا شمېرنه او تفتیش بېرته پیل کړي، لومړی باید د هر محل د معتبرو رأیو شمېر معلوم او تقلبي رأیې باطلې اعلان شي.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د یوشمېر کاندیدانو د اعتراضونو د پای ته رسولو لپاره یې د ځینو انتخاباتي ټیمونو له استازو سره کتلي دي.
یوناما د چهارشنبې په ورځ (نومبر ۱۳مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، دوی تمه لري چې کمېسیون به په دې اړه خپلې موندنې پر وخت په ډاګه کړي.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون چارواکي وايي، د دغه کمېسیون د کمېشنر مولانا محمد عبدالله په اړه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې (یوناما) استول شوي لیک ته نن ځواب ورکوي.
د دغه کمېسیون رئیسې حوا علم نورستانۍ نن (سې شنبه د عقرب ۲۱مه) په یوه خبري کنفرانس کې وویل، کمېسیون د خلکو اعتراضونه په نظر کې نیسي او یوازې بایومټریک شوې رأيې ورته د منلو وړ دي.
اغلې موګرېني د دوشنبې په ورځ (نومبر ۱۱مه) ازادي راډیو سره خبرو کې د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات د سولې مذاکراتو د پیلېدو لپاره مهم وبلل.
د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې انتخاباتي ټیم، د انتخاباتو له خپلواک کمېسیون غواړي، چې د رایو تفتیش او بیا شمېرنه دې ودروي.
د ولسمشرۍ د ځینو کاندیدانو له مخالفت سره سره، د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د هېواد په کچه د زرګونو محلونو د رأیو بیاشمېرنې او تفیش بهیر پیل کړ.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د انتخاباتي ټکټونو له استازو سره د جمعې د ورځې غونډه يې د یو شمېر مخالفتونو له کبله بې نتیجې پای ته ورسېده.
د افغانستان د ټاکڼو خپلواک کمېسیون د رأیو په بیا شمېرلو کې ځنډ د اندېښنې وړ ګڼي.
نور راوښيه