د افغانستان د ۱۳۹۸ کال ولسمشریزو انتخاباتو کې د کارول شویو معتبرو رایو شمېر شاوخوا دوو میلیونو ته راټیټ شو. دا هغه رایې دي چې د رأی ورکوونکو بیومټریک اطلاعات یې ثبت شوي دی.
د انتخاباتو یوشمېر څارونکي بنسټونه د افغانستان د انتخاباتو کمېسیون د لوړپوړو چارواکو ترمنځ د اختلافاتو رامنځته کېدو خبره کوي او اندېښنه ښيي چې ګنې دا به د کمېسیون پر چارو منفي اغېز وکړي.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د هغو تورونو ځواب ووایه چې ګنې دوشنبه شپه مهال یو شمېر سرتېرو او د کمېسیون کارکوونکو لهخوا د معلوماتو ملي مرکز قفل مات شوی او په سیسټم کې لاسوهنه شوې ده.
د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزه ډله ادعا کوي چې تېره شپه د پولیسو ځانګړو ځواکونو د ټاکنو کمیسیون د ډیجیټالي نتایجو د جمع بندۍ او ارزونې مرکز یا "ډیجیټال سنټر" قفل مات کړی او ورننوتي دي.
په داسې حال کې چې د افغانستان د جمهوري ریاست ټاکنو پایلې نه دي اعلان شوي، د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د سولې او اسلامي عدالت ټاکنیزه ډله وايي چې ټاکنې دویم پړاو ته ځي.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون چارواکي وايي، د تېر ولسمشریزو انتخاباتو لومړنۍ پایلې به یوه اونۍ وروسته اعلان شي. د ټاکنو د مهالوېش له مخې، په پام کې وه د میزان ۶مې ولسمشریزو ټاکنو پایلې تېره ورځ (میزان ۲۷مه) اعلان شي.
د افغانستان د جمهوري ریاست انتخاباتو لومړنۍ پایلې ته خلک په بېصبرۍ انتظار کوي، خو په کمېسیون کې یوه باوري سرچینه وايي چې په راتلونکې یوې اوونۍ کې به اعلان شي.
ابراهیمي وویل چې اوسمهال سرور ته د قرنطین شویو بایومټریک معلوماتو پر انتقال کار روان دی.
د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون چارواکي وايي، د کابینې د ځینو غړو په ګډون یې سلګونه کسان د انتخاباتي درغلیو او جرایمو په تور، څارنوالۍ ته ورپېژندلي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله الېس وېلز وايي، واشنګټن د افغانستان په انتخاباتي کمیسیونو کې د هر ډول لاسوهنې او پر دغو کمیسیونو د سیاسي فشار راوړلو مخالفه ده.
د افغانستان د جمهوري ریاست انتخاباتو کاندید رحمت الله نبیل وايي، د ټاکنو کمیسیون په سیستم کې د یو میلیون تقلبي رایو د داخلیدو مخه نیول شوې ده.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه اداره (یوناما) وايي، د میزان ۶مې ولسمشریزو انتخاباتو په ورځ د طالبانو په حملو کې ۲۸ ملکیان وژل شوي دي.
نور راوښيه