ځینې کاریګر او عام ولسي خلک وايي د بدخشان او تخار د سرو زرو د کانونو ډیری عواید ځواکمن کسان او کمپنیانې ترلاسه کوي او عام ولس ترډیره ترې بې برخې دی. کارپوهان وايی د کانونو بې رویې استخراج او صدور زیانونه رامینځ ته کوي.
د افغانستان او پاکستان د خصوصي سکتور د استازو ترمنځ هغه ناسته چې ټاکل شوې وه د دوو هیوادونو ترمنځ د لارو د بیا پرانیستلو په اړه خبرې پکې وشي، ځنډول شوې ده.
د طالبانو د حکومت مشر په یو تازه فرمان کې په ټول افغانستان کې د بنګو کښت منع اعلاه کړی دی. په دې فرمان کې راغلي چې له دې وروسته هیڅوک په خپلو کروندو کې د بنګو د کښت اجازه نه لري او که د هرچا په ځمکو کې دا کښت ولیدل شي له لمنځه به یوړل شي.
ټاکل شوې ده چې د اوکراین پلوه اروپایي هیوادو چارواکي نن د امریکا له استازیو سره وګوري او په اوکراین کې د نژدې څلور کلنې جګړې د پای ته رسیدو پر لارو چارو خبرې وکړي.
د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده په خپل نوي فرمان کې د طالب چارواکو په وړاندې د خلکو او رسنیو نیوکې منع اعلان کړي او خبرداری یې ورکړی چې سرغړونکي به له سخت چلند سره مخ شي.
د ایران په بېلابېلو سیمو کې د ولسي اعتراضونو په نهمه شپه، په ټولنیزو شبکو کې د خپرو شوو ویدیوګانو او تصویرونو له مخې، معترضانو د دوشنبې په ماښام په بیرجند، ساري، زنجان، سنقر او څو نورو ښارونو کې مظاهرې وکړې او د ایران د اسلامي جمهوري نظام او چارواکو پر ضد یې شعارونه ورکړل.
په تخار ولایت کې د سرو زرو د کېندنې ځینو قراردادي شرکتونو پر وړاندې د عامو خلکو اعتراضونه په تاوتریخوالي اوښتي دي.
ټاکل شوې چې د وینزویلا پرزول شوی مشر نیکولاس مادورو او د هغه میرمن سیلیا فلورېز نن دوشنبه د نیویارک په یوه فدرال محکمه کې راڅرګند شي.
د کونړ ولایت یو شمېر زلزله ځپلي وايي چې د هوا سړېدو یې په خیمو کې ژوند نور هم ستونزمن شوی دی. دا کورنۍ چې کورونه یې د اګست د ۳۱مې په زلزله کې ویجاړ شوي، وايي چې ماشومان او پاخه عمر لرونکي غړي یې ټول ناروغان شوي او که بیړنۍ مرستې ور ونه رسیږي، وضعیت به یې ورځ بلې ته لا خراب شي.
نور راوښيه