د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۸ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۳۹

په افغانستان کې د بیان ازادۍ ته یو بل ګوزار؛ د طالبانو مشر پر طالب چارواکو نیوکې منع اعلان کړې


د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده په خپل نوي فرمان کې د طالب چارواکو په وړاندې د خلکو او رسنیو نیوکې منع اعلان کړي او خبرداری یې ورکړی چې سرغړونکي به له سخت چلند سره مخ شي.

په افغانستان کې په رسنیو او د بیان پر ازادۍ د محدودیتونو په دوام تازه د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده په خپل نوي صادر کړي فرمان کې د طالب چارواکو په وړاندې د خلکو او رسنیو نیوکې منع اعلان کړي او خبرداری یې ورکړی چې سرغړونکي به له سخت چلند سره مخ شي.

نوموړي په دې فرمان کې ویلي هغه نیوکې چې د ده په باور "بې ځایه " او " له واقیعته لیرې " وي له اسلامي لارښونو سره په ټکر کې دي او عاملان به یې مجازات شي.

خو په فرمان کې دا وضاحت نه دی ورکول شوی چې بې ځایه نیوکې څنګه له اسلامي لارښوونو سره په ټکر کې دي او کومو نیوکو ته بې ځایه نیوکې ویل کیدای شي.

د فرمان له مخې هر هغه څوک چې طالب چارواکو ته سپکاوی وکړي، او یا د هغوی جامو او شخصي وسایلو ته زیان ورسوي نه یوازې سزا به ورکول کیږي بلکې د اوښتي زیان جبران هم ورباندې لازمي دی.

دغه شان دا هم په کې ویل شوي، هغه کسان چې د قضايي بهیر پر مهال محکمو ته سپکاوی وکړي او یا یې نظم ګډ وډ کړي تر عدلیې تعقیب لاندې راتلای شي مګر دا چې محکمه یې وبښي.

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله ټینګار کړی چې دا فرمان پر ټولو خلکو، طالبانو او په رسنیزو بنسټونو تطبیقیږي او د اسلامي قانون له مخې د عملي کېدو وړ دی.

دا فرمان په داسې حال کې صادر شوی چې په افغانستان کې لا له وړاندې په رسنیو او د بیان پر ازادۍ د سختو محدودیتونو راپورونه ورکول شوي دي.

یو شمېر خبریالان او عام وګړي وايي دا فرمان به لامل شي چې خلک د چارواکو او نظام په اړه له رغونکي انتقاده هم ځانونه وساتي.

د کابل ولایت یوه اوسېدونکې چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي د غږ د بدلون په شرط یې ازادي راډيو ته وویل:

"له دې فرمان نه داسې ښکاري چې له دې وروسته به هیڅوک ونه شي کولای چې ان په چارواکو یوه نیوکه هم وکړي، یا لږ ترلږه یوه مشوره ورکړي، ځکه خلک له پخوا لا ډار شوي دي، دغه ډول فرمانونه مستقیم د خلکو د بیان د ازادۍ د مخنیوي په هدف دي هغه چې له مخکې ځپل شوې ده، د طالبانو له راتګ وروسته خلک په ډېرو وړو وړو نیوکو تر زندانه رسول شوي دي، خو له دې وروسته به اصلا څوک د خولې د خلاصولو جرت ونه لري."

د طالبانو د مشر دغه فرمان یو شمېر خبریالان هم اندېښمن کړي دي.

دوی وايي لا له وړاندې معلوماتو ته د دوی لاس رسی محدود وو او دا فرمان به لامل شي چې ان ولسي وګړي ورسره د بیلابیلو موضوعاتو د راپور کولو پر مهال له خبرو کولو او مالوماتو ورکولو ځانونه وساتي.

په ننګرهار کې یو خبریال چې نه غواړي په راپور کې یې نوم خپور شي د غږ د بدلون په شرط یې ازادي راډيو ته وویل:

" د طالبانو د مشر دا فرمان د رسنیو او بیان ازادي لا نوره محدودوي، له بده مرغه له دې وروسته به خلک د هغه طالب چارواکو چې له دوی سره ظلم کوي، یا د دوی حق خوري هم د غږ د پورته کولو وړتیا ونه لري طالبان غواړي خپل دیکتاتورانه نظام لا پیاوړی کړي او خلک لا نور هم وځپي."

د طالبانو د مشر ملا هبت الله دا نوی فرمان په داسې حال کې صادر شوی چې له دې وړاندې د بشري حقونو بیلابیلو بنسټونو او مدني فعالانو په پرلپسې ډول د طالبانو له لوري د ملکي وګړو د ځورونې، سپکاوي، شکنجې او تحقیر راپورونه ورکړي دي.

د بشري حقونو سازمانونه وایي، د طالبانو جنګیالي ډېر وخت سخت او محدودوونکي احکام د شخصي تعبیر پر بنسټ عملي کوي، چې له امله یې په ځینو مواردو کې عام خلک وهل شوي، ګواښل شوي او تر فشار لاندې راوستل شوي دي.

د طالبانو د حکومت مشر له ۲۰۲۱ کال واک ته تر بیا رسېدو وروسته په افغانستان کې د بیلابیلو فرمانونو له لارې په ځانګړي ډول په ښځو او نجونو د زده کړو او کار په ګډون په بیلابیلو برخو کې سخت محدودیتونه لګولي دي.

که څه هم طالبان وايي د دوی کړنلارې او پالیسۍ له اسلامي شریعت سره سمې دي خو د دوی دغه اقداماتو په کور دننه او نړیواله نړیواله کچه پراخ غبرګونونه راپارولي دي.


ان دا چې په کور دننه یو شمیر مدني، د ښځو او زده کړو د برخو فعالینو نیوکې او اعتراضونه هم کړي چې د ځپڼې او د دغو فعالانو، خبریالانو او رسنیزو کارکونکو او د چارو د بېلابیلو کارپوهانو د نیونې او توقیف راپورونه هم ورکړل شوي چې یو شمیر بېرته خوشې شوي خو ځني یې لا هم د طالبانو په بند کې دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په يو راپور کې چې همدا څو ورځې مخکې د دسمبر په ۲۷مه یې خپور کړ وویل، چې په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي او د رسنیو له ازادۍ د سرغړونو لږترلږه ۲۰۵ پیښې ثبت شوې دي.

د دغه مرکز په ټکو په دې شمیر کې د ۳۴ د نیونې او د ۱۶۶ د ګواښنې پېښې هم شاملې دي، چې په راپور کې د مرکه شویو کسانو په باور ممکن تر دې فرمان ورسته د بیان ازادي لا محدوده او د ځپنې، ګواښنې او نیونې دا پېښې نورې هم پراخې شي.

XS
SM
MD
LG