د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۹ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۴۸

دبدخشان او تخار د سرو زرو د کانونو عواید د چا لاس ته ورځي ؟


د بدخشان شهر بزرګ ولسوالۍ کې د سرو زرو د کان یو تصویر
د بدخشان شهر بزرګ ولسوالۍ کې د سرو زرو د کان یو تصویر

ځینې کاریګر او عام ولسي خلک وايي د بدخشان او تخار د سرو زرو د کانونو ډیری عواید ځواکمن کسان او کمپنیانې ترلاسه کوي او عام ولس ترډیره ترې  بې برخې دی. کارپوهان وايی د کانونو بې رویې استخراج او صدور زیانونه رامینځ ته کوي.

د بدخشان د غرونو په لمنو کې چې تڼاکو لاسونو د کلونه راهیسې د سیند د اوبو غږ او د وسپنې د تشتونوله شرنګهارسره د سرزرو د دانو د راټولو هلې ځلې کولې ، نن په کې د طالبانو د کسانو ترڅنګ د چینایانو ماشینونه په غرهار چلیږي.

دغه سره زر چې اوس یې استخراج له کافي څارنې پرته روان دی او عاید یې د رپوټونو په اساس زورواکوکړیو ته رسیږي کولای یې شول چې دافغانستان د اقتصاد د رغولو لپاره یوه اساسي منبع شي خو اوس یې بې رویې استخراج کلیواو بانډو ، د کرنې ځمکو او لرغونو اثارو ته بی زیانه نه دی.

د سرو زرو یوکان دمرکز فیض اباد څخه ۵۰ کلیومتر لرې د شهر بزرګ په ولسوالۍ کې دی اود طالبانو په واکمنۍ کې یې استخراج پیل شوی.

پیل کې ولسي خلکو د بیکاري له امله هلته په ډیرو ابتدايی امکاناتو په دودیز ډول زرشويي کوله او د سرو زرو دانې راټولولې خو کله چې د میندل شویو زرو اندازه زیاته شوه ، د طالبانو د حکومت چارواکو او چینايي کمپنیو پام یې ځانته راواړاوه.

یو شمیر کسانو چې د شهربزرګ د سروزرو کان کې کار کوي ازادي راډیو ته وویل چې د چینايي کمپنیو لخوا د سروزرو د استخراج کلکه څارنه او محافظت کیږي او هیچاته اجازه نه ورکول کیږي چې د ددوی د کار ساحې ته نږدې ورشي.

د کان یو کاریګر چې نه یې غوښتل نوم واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل چې د زرشويی کار له ولسي خلکو اخیستل شوی او په ځای یې دکان ځینې برخې د چینايی کمپنیو او طالبانو لخوا استخراجیږي.

د چینایانو ملاتړ د زور واکو لخوا کیږي او زورواکي چې هرڅوک یې مخې ته ودریږي ډزې ورباندې کوي


" د چینایانو ملاتړ د زور واکو لخوا کیږي او زورواکي چې هرڅوک یې مخې ته ودریږي ډزې ورباندې کوي، دخپلې ګټې لپاره هرکار یې چې له وسعې پوره وي کوي یې .بې وزله خلک په یو کیلومتر واټن کې هم نږدې نه شي ورتلی."

دکان یو بل کاریګر وايي چې ولسي خلک چینايی کمپنیو سره د قرارداد له جزئیاتو خبر نه دي خو د طالبانو حکومت له کورنیو کمپینو او هغو کسانو څخه چې استخراج کوي ټاکل شوي عواید ترلاسه کوي.

دغه کاریګر چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل :

په مجموع کې لوی مصرف چې ددولت عوایدو ته ورکول کیږي ، د هر جریب ځمکې ۱۲۵ زره افغانۍ او هره میاشت ۲۰ ګرام سره زر دی.

دکاریگرو په وینا د کان ځینې برخې په دولتي ځمکو کې دي چې د چینايي کمپنیو او د طالبانو اړوند کسانو لخوا استخراجیږي او ځینې نورې برخې یې په شخصي ځمکو کې دي چې مالکان یې خپله استخراجوي یا دوه جریب ځمکه په ۲۰ تر۳۰ ملیون افغانیو پلوري او ان د لیرې پرتو ولایاتو لکه د ننګرهار او هلمند څخه کسان د استخراج لپاره هلته ورځي.

کاریګر وايي اوسمهال څه دپاسه ۵۰۰ کمپنۍ یا ډلې د شهر بزرګ له کان څخه د سرو زرو د استخراج په کار بوخت دي.

دوی زیاتوي چې د استخراج د پراختیا له امله د پستې لسګونه هکتار ځمکه او ورشوګانې زیانمنې شوي دي او د آمو سیند دواړوغاړو کې د استخراج له امله بدلون راغلی دی.

شهر بزرګ ولسوالۍ کې د سرو زرو کان
شهر بزرګ ولسوالۍ کې د سرو زرو کان


یو ولسي مشر چې بدخشان کې د کان له چارو خبر دی ازادي راډیو ته وویل چې چینايي کمپنیانې دنویو ماشینونو په کارولو سره دشهربزرګ ولسوالۍ کان استخراجوي او دمحافظت لپاره یې له کابله ځان سره ځواکونو راوستي دي.

دی وايی چې ولسي خلکو ته د استخراج هیڅ کومه ګټه نه رسیږي او عواید اکثر چینايی کمپنیو ، طالب چارواکو او څو محلي پانګه والو ته چې په استخراج کې برخه لري رسیږي.

پرته د ګوتو په شمار څو کسانو څخه چې دارايي درلوده او هلته یې کار پیل کړ ، یوڅه یې ترلاسه کړل ، نور خلک هیڅ ډول استفاده نه کوي


هغه وايي :

" په دې هکله چې ګټه یې عامو ولسي خلکو ته ورسیږي یا د ولسي خلکو په ژوند کې بدلون راغلی وي ، پرته د ګوتو په شمار څو کسانو څخه چې دارايي درلوده او هلته یې کار پیل کړ ، یوڅه یې ترلاسه کړل ، نور خلک هیڅ ډول استفاده نه کوي او نه د کان د عوایدو له پیسو کوم پل ، کلینیک اونه کوم ښوونځی جوړ شوی دی."

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت دکانونو او پیترولیم وزارت د بدخشان د سرو زرو کان داستخراج د څرنګوالي په هکله جزئیات نه دي ورکړي خو یو کال پخوا یې د راغستان او شهربزرګ د ولسوالیو دوه کانونه داوطلبي ته وړاندې کړل.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد دهغو ادعاوو په هکله چې په دغه رپوټ کې شوي پوښتنو ته ځواب ورنکړ.

خو د کانونو بی رویه استخراج یواځې بدخشان پورې محدود نه بلکه نورو ولایاتو کې هم روان دی. بدخشان ته ورڅیرمه تخارولایت کې هم په ځانګړې توګه د امو سیند په غاړه د سرو زرو د استخراج کار روان دی.

د طالبانو د حکومت د کانونو او پیترولیم وزارت تقریبا یو کال مخکې ویلي وو چې یوې چینايي کمپنۍ د چاه آب ولسوالۍ د سرو زرو په یوه کان کې ۳۵۰ ملیونه ډالر پانګونه کړې ده .

کمپنۍ په نویو ماشینونو او ولسی خلک د " زر شويي" په پخواني دود استخراج کوي.

تخار کې یوې سرچینې وویل چې د کمپنیو او ولسي خلکو لخوا د استخراج کار په چاه آب ولسوالۍ او تالقان ښار کې روان دی.

دغه سرچینه چې نه یی غوښتل نوم یې واخیستل شي ادعا کوي چې د کان له عوایدو خلکو ته دومره ګټه نه رسیږي او ځکه یې د اعتراض غږ اوچت کړی دی.

" له بده مرغه دغو کپمنیو او د طالبانو حکومت خلکو ته ګټې رسولو لپاره کوم اقدام نه دی کړی . تیرکال خلکو پراخ اعتراضونه وکړل خو له بده مرغه د طالبانو لخوا وځپل شوی او ونیول شول."

د طالبانو حکومت په تیرو څلورو کلونو کې د کانونو د استخراج سلګونه قراردادونه اکثر له کورنیو او چینایي کمپنیو سره لاس لیک کړي دي خو ډیری جزئیات یې ولس سره نه دی شریک شوي.

مولوی شهاب الدین دلاور چې هغه مهال د کانونو او پیترولیم وزیر وو د ۲۰۲۳ کال د جولایي میاشتې په ۲۴ مه یې " ملت ته د دولت د حساب ورکولو" په غونډه کې له دغو قراردادونو دفاع وکړه او هغه یې د ملي پروژو د تمویل ترټوله ښه لاره وګڼله خود عوایدو په هکله یې له څه ویلو ډډه وکړه.

کارپوهان ددغې تګلارې د خطرناکو پایلو خبرداری ورکوي.

اقتصادي کارپوه آذرخش حافظي په دې باور دی چې د کانونو د بې رويې استخراج څخه د ولس او د طالبانو د حکومت عاید نه یواځې دا چې ګټور نه دی بلکه کیدای شي زیان هم ولري.

د خامو موادو په توګه دمعدني موادو بې رویې صدور هیڅ مثبته اقتصادي پایله نه شي لرلی، د مونږ کانونه تشيږي او مونږ بې وزلي پاته کیږو


" خو د خامو موادو په توګه دمعدني موادو بې رویې صدور هیڅ مثبته اقتصادي پایله نه شي لرلی، د مونږ کانونه تشيږي او مونږ بې وزلي پاته کیږو . نو مونږ باید استخراج کم کړو ، او سم استخراج وکړو ، هیواد کې دننه یې پروسس وشي او نوره بیه هم ورباندې علاوه شي. "

د کانونو د چارو کارپوه او په تیر جمهوري نظام کې د کانونو او پیترولیم وزارت ویاند عبدالقدیر مطفی وايی په افغانستان کې د کانونو استخراج که هغه له قرارداد سره سم وي که خپلسری ډیرې ستونزې لري.

هغه ټینګار کوي چې استخراج باید له نړیوالو معیارونو سره سم ترسره شي چې په کې دکاریګرو حقوق ، معیاري ماشین الات ، د خلکو د ژوند او د چاپیریال دبهتروالي لپاره دعوایدو لګول په کې شاملیږي.

ښاغلی مطفی زیاتوي چې په هغو کانونو باندې چې د طالبانو لخوا یې استخراج په قرارداد ورکړل شوی، د ولس اود بې پرې موسسو څارنه ډیره محدوده شوې ده .

د خامو موادو په توګه دمعدني موادو بې رویې صدور هیڅ مثبته اقتصادي پایله نه شي لرلی، د مونږ کانونه تشيږي او مونږ بې وزلي پاته کیږو


" له بده مرغه په افغانستان کې څارنه نشته او استخراج اکثر په هغو برخو کې کیږي چې اسانه وي او دا کار د هغو افرادو لخوا کیږي چې له همدې منابعو په غیرعادلانه او غیرمنصفانه توګه کار اخلي. "

ښاغلی مطفی خبرداری ورکوي که چیرې میعیارونو ته پاملرنه ونشي نو بې رویې استخراج د افغانستان منابعو او ملي اقتصاد ته لوی زیان پیښوي او په تیرو څو لسیزو کې په افغانستان کې د سرو زرو بې رویې استخراج نه یواځي مالي زیان رامینځ ته کړی بلکه ځاني زیان یې هم اړولی او چاپیریال یې هم زیانمن کړی دی.

XS
SM
MD
LG