یو شمېر افغان متقاعدین وایي، د ژمي په رارسېدو سره یې اقتصادي ستونزې لا زیاتې شوي او نور د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د برابرولو توان نه لري..
په ترکیه کې مېشت یو شمېر افغان کډوال وایي، په وروستیو میاشتو کې د پولیسو له لوري د دوی د نیولو او توقیف پېښې زیاتې شوې دي. د دوی په خبره دوی نه شي کولای چې د کار او ورځنیو اړتیاوو لپاره له کورونو ووځي.
مادرو چې پر کاراکاس باندې د امریکايي ځواکونو د پرونیو بریدونو په ترځ کې ونیول شو او نیویارک ته ولیږدول شو. روسیې ، ایران او د وینزویلا ځینو نورو ملاتړو هیوادونو د متحدو ایالاتو دغه اقدام وغانده خو په تبعید کې د وینزویلا خلکو یې هرکلی وکړ.
په هرات کې د ترافیکو ادارې له خوا د ښار په ټولو واټونو کې پر درې څرخي وسایطو یا ریکشو بندیز لګولو وروسته، یو شمیر ریکشا چلوونکي وايي چې دوی د عاید یوازینۍ سرچینه له لاسه ورکړې ده. دوی وايي چې اوس په دې سوړ موسم کې نه پوهیږي چې د خپلو کورنیو لپاره څنګه نفقه وګټي.
په ایران کې وروستي لاریونونه، په دې هیواد کې میشت یو شمېر افغان کډوالو وايي د دغه لاریونونو له امله له ګڼو محدودیتونو سره مخ شوي او هره شېبه د خپل وضعیت په اړه اندېښمن دي. یو شمېر افغان کډوال چې د ایران په پلازمېنه تهران کې ژوند کوي، وایي وضعیت یې دومره خراب شوی چې نه شي کولای له کورونو بهر ووځي .
له پاکستان او ایرانه یو شمیر ایستل شوې کورنۍ په دې ژمي کې له ستونزو سره مخامخ کړې دي. د طالبانو په وینا په تېرو دوه ورځو کې له پاکستان او ایرانه نږدې ۴ زره افغان کډوال جبري ډیپورټ شوي دي.
د بېپولې ډاکترانو سازمان (ایم،ایس، ایف) وايي، له لومړنیو اساسي خدمتونو پرته به، ژمی له پاکستان څخه راستتنو شویو افغانانو ته د یوه «خاموشه قاتل» په څېر وي. دغه سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي، دا کډوال روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي په برخه کې له ستونزو سره مخ دي؛ چې ژوند ته یې جدي ګواښ دی.
نور راوښيه