د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۷ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۴۷

نیکولاس مادورو او میرمن یې سیلیا فلوریز نن د نیویارک فدرال محکمه کې راڅرګندیږي


نیکولاس مادورو د نیویارک په یوه توقیف خونه کې
نیکولاس مادورو د نیویارک په یوه توقیف خونه کې

ټاکل شوې چې د وینزویلا پرزول شوی مشر نیکولاس مادورو او د هغه میرمن سیلیا فلورېز نن دوشنبه د نیویارک په یوه فدرال محکمه کې راڅرګند شي.

دا جوړه د "نشه یي توکو د ترهګرۍ" او متحده ایالتونو ته د کوکاینو د قاچاق له تورونو سره مخامخ ده.

مادورو او میرمن یې په کاراکاس کې د امریکا د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې ونیول شول او نیویارک ته له انتقال وروسته هغې توقیف خونې ته ولېږدول شول چې تر کلکو امنیتي تدابیرو لاندې ده.

په همدې حال کې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د وینزویلا د ولسمشرۍ سرپرستې دیلسي رودریګیز او نورو چارواکو ته خبرداری ورکړ چې له امریکا سره همکاري وکړي، که نه " لویه بیه به پرې کړي".

ټرمپ له انتلانتیک سره په یوه مرکه کې چې پرون د جنورۍ په ۴مه خپره شوې ویلي " که هغه ( د وینزویلا سرپرسته ولسمشره) هغه څه ونه کړي چې سم دي، هغه به لویه بیه پرې کړي، ان له مادورو څخه هم لویه."

ټرمپ دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د جنورۍ په ۴مه کیڼ اړخې رودریګیز د وینزویلا د سرپرستې ولسمشرې په توګه له ټاکل کېدو مخکې پر کاراکاس د امریکا عملیات د ملګرو ملتونو د منشور سرغړونه وبلله او ژمنه یې وکړه چې "موږ به بیا هیڅکله غلامان نه شو."

بل لورته امریکایي پوځیانو پر مادورو د شویو عملیاتو نوي جزییات هم خپاره کړي دي.
یوه لوړپوړي امریکایي جنرال ویلي، د مادورو د نیولو په عملیاتو کې ۱۵۰ الوتکو برخه اخیستې وه.

ویل شوي چې دغه عملیات له څو میاشتو چمتوالي وروسته اجرا شوي دي.

د امریکا ولسمشر ویلي، تر هغو چې په وینزویلا کې د واک خوندي، مناسب او ځېرک انتقال ترسره کیږي، دوی به د جنوبي امریکا د دغه هېواد چارې په موقت ډول اداره کوي.

ټرمپ خبریالانو ته ویلي چې د خپلې کابینې " په ګوته شوي کسان" به د وینزویلا مسولیت پر غاړه اخلي، خو په دې برخه کې یې نور جزییات نه دي ورکړي.

روسیې، ایران او د وینزویلا ګڼ شمېر نورو متحدانو او په امریکا کې دننه یوشمېر ډیموکراتانو پر کاراکاس د امریکا عملیات غندلي او د قانون سرغړونه یې بللې ده، خو جلا وطنه وینزویلایانو یې هرکلی کړی دی.

XS
SM
MD
LG