د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۸ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۳۰

تخار کې د سرو زرو د استخراج پر ضد د خلکو مظاهرې؛ پنځه کسان وژل شوي او ۱۶ ټپیان دي


د تخار چاه اب کې د سرو زرو د کان کیندنې پر ضد د خلکو اعترا
د تخار چاه اب کې د سرو زرو د کان کیندنې پر ضد د خلکو اعترا

په تخار ولایت کې د سرو زرو د کېندنې ځینو قراردادي شرکتونو پر وړاندې د عامو خلکو اعتراضونه په تاوتریخوالي اوښتي دي. د دغه ولایت د چاه اب ولسوالۍ ځینې اوسېدونکي ادعا کوي چې دا کیندنې د دوی په کرنیزو ځمکو او بېلابېلو مېشتندنې سیمو کې کېدلې چې په غبرګون کې د اعتراضونو په ترڅ کې ځینې ځایي اوسېدونکو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده. خو د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د تخار ولایت د چاه اب ولسوالۍ یو اوسېدونکي چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم یې راپور کې خپور شي، ازادي راډیو سره یې خبرو کې ادعا وکړه چې د سرو زرو (طلا) د استخراج ځینې شرکتونه په غیر مسلکي ډول د دوی په کرنیزو ځمکو کې فعالیت کوي او د دوی په خبره، خلکو ته د هېڅ ډول سهم ورکولو پرته یې شته ځمکې او چاپېریال هم سخت زیانمن کړي دي.

ده د دوشنبې په ورځ «د جنورۍ په ۵مه» ماښام ازادي راډیو سره خبرو کې ادعا وکړه چې د دې اعتراضونو په لړ کې یې څو کلیوال او خپلوان وژل او ټپیان شوي هم دي.

«د خلکو ځمکې یې له منځه وړي، حتی د خلکو د څښلو اوبه وچې شوي، خلک هم نور په تنګ راغلل او اعتراضونه یې وکړل، خلکو نن د دوو شرکتونو وسایلو ته او واچوه او سیمې ۵ ځوانان شهیدان دي او تقریبا ۱۶ کسان ټپیان دي»
د چاه آب ولسوالۍ یو اوسیدونکی


هغه زیاته کړه: « فعلا سیمه کې وضعیت خراب دی او طالبانو خپلو نور ځواکونه هم سیمې ته راستولي دي، موږ غوښتنه دا ده چې عدالت وشي که طلا استخراجېږي هم باید په قانوني توګه وشي، د سیمې خلکو حق نقض دی او هېڅ حق هم نه ورکوي.»

د سیمې دا ځایي اوسېدونکی ادعا کوي چې په دې اعتراضونو کې د قرادادي شرکتونو او ځایي خلکو تر منځ نښتو کې لږ تر لږه ۵ تنه وژل شوي او ۱۶ تنه نور ټپیان شوي، خو ازادي راډیو په سیمه کې د خبریال د نه لرلو له امله او په خپلواکه ډول دا شمېرې نه رد او نه تاییدولي شي.
د یادونې ده چې پر خواله رسنیو او ځینو کورنیو رسنیو هم د دې اعتراضونو ګڼې ویډیوګانې خپرې کړې دي.

تخار کې د سرو زرو د کان کیندونکو شرکتونو په وړاندې د سیمې د خلکو اعتراض
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:29 0:00

د دغې ولسوالۍ یو بل اوسېدونکي او د دې اعتراضونو عیني شاهد چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم یې راپور کې خپور شي، ازادي راډیو سره خبرو کې ادعا وکړه چې دا اعتراضونه هغه مهال پر تاوتریخوالي واوښتل چې په خبره یې عامو خلکو په خپلو کرنیزو ځمکو د قراردادي شرکت د کار مخه ډب او د دو شنبې په ورځ «د جنورۍ په ۵مه» یې د دې شرکت ځینو وسایطو ته اور واچوه.

ده زیاته کړه:

«دوی د خپلو ځمکو د تخریب مخه نیوله ځکه چې دا ځمکې یو فیصله یا للمي دي، د چاه اب ډېری ځمکې شخصي دي، او خلک یې د مالکیت سند لري، اوس خلک د دې لپاره چې دې سیمو کې اوسېږي، خپله ونډه غواړي، د دې شرکتونو ماشینریو او وسایطو تګ راتګ زموږ سړکونه ویجاړ کړي مخکې مو تر ولسوالۍ ۵۰ دقیقې لاره وه اوس تر درې ساعتونو ده، اوس ستونزې ډېرې دي ځکه چې دوی زموږ چاپېریال ویجاړ، کرنیزې ځمکې نو تخریب او هر څه یې خراب کړي دي، نو چې خلکو ته سهم نه ورکول کېږي، ترې ستړي شول او ستونزه رامنځته شوه.»

ازادي راډیو هڅه وکړه په دې اړه د طالبانو د حکومت نظر ولري، خو په تخار ولایت کې د دوی امنیه قوماندانۍ او د اطلاعاتو کلتور ریاست مسولینو تر څنګ د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د راپور تر خپرېدو د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

مخکې له دې هم د افغانستان په شمال په تېره تخار او بدخشان کې د سرو زرو د کانونو پر سر لانجې پېښې شوي دي.

د طالبانو پر حکومت نیوکې کېږي چې په بې رویې شکل د سرو زرو او نورو قیمتي ډبرو د ایستلو لپاره لاس په کار شوي او په قراردادونو کې یې هم ډېر ستنډرډونه له پامه غورځولي دي.

د یادونې ده چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته پر دغه هېواد د بهرنیو مرستو په کمښت په بېلابېلو ولایتونو په ځانګړې توګه تخار بدخشان او ځینو نورو سیمو کې د سرو زرو ګڼو نورو کانونو او قیمتي ډبرو د کیندنې کار زیات شوی دی.

افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې پراخې طبعي زېرمې،‌ قېمتي او نیمه قېمتي ډبرې لري، چې د تېر جمهوري نظام پرمهال د کانونو وزارت ویلي و چې، د دغو طبعي زېرمو ارزښت تر ۳ تریلیونو ډالرو پورې رسیږي.

XS
SM
MD
LG