په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له لوري د ښځو پر کار لګول شویو محدودیتونو د هغو ګڼو کورنیو ژوند له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ کړی چې د کورنۍ سرپرستانې یې ښځې دي
د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (DPUN) مشر افغانستان ته دسفر په ترڅ کې وویل چې له هرو څلورو افغانانو درې تنه دخپلو لومړنیو اړتیاوو د برابرولو وس نه لري. الکسندر ډي کرو وايي افغانستان له څو اړخیزو بحرانونو سره مخ دی. بلخوا ستانه شوي کډوال له بې روزګارۍ سرټګوي.
نن د جولای شپږمه د کلیوالي پراختیا نړیواله ورځ ده، خو د افغانستان په یو شمېر کلیو کې ورځنی ژوند د لومړنیو اسانتیاوو نشتوالي، محدودو روغتیايي خدمتونو او د ژوند ناکافي فرصتونو سره مل دی.
د افغانستان د پلازمینې کابل اوسېدونکي وايي اوس مهال تر بل هر وخت د څښاک لپاره د پاکو اوبو له کمښت سره مخ دي. دوي وايي هره میاشت د زرګونه افغانیو اوبه په بیه اخلي داسې مهال چې په کور دننه بې کارۍ او بې وزلۍ هم ورځ تر بلې پراخیږي.
نور راوښيه