ښایي په افغانستان کې د پولیو یا ګوزڼ ناروغي د له منځه وړلو په وړاندې ستونزې ډیرې زیاتې وي خو یوه عمده ستونزه یې هم د دغې ناروغۍ او د له منځه وړلو لپاره د واکسین د اهمیت په اړه د خلکو ناسم یا کم پوهاوی وی.
ښایي یوه ښکاره بیلګه یې هم په کونړ کې هغه مور وي چې ۱۲ کلنه ماشومه لور یې چې یوځل واکسین شوې وه، پنځه کاله مخکې په ګوزڼ یا پولیو اخته شوې او دا نه پوهیده چې هغه نورو واکسینو ته هم اړتیا لري.
نوموړې چې نه غوښتل نوم یې په راپورکې خپورشوی، څو اونۍ مخکې ازادي راډیو ته وویل چې یوځل یې لورته د پولیو واکسین ورکړی و او فکر یې کاوه نوره به په پولیو نه اخته کیږي.
"ما فکر کاوه واکسین دی، یو ځل به وشي بس دی؛ څه پوهېدم چې لور به مې دې حال ته رسیږي، کله به چې وخت و، واکسین مو کاوه کنه ډېر یې په کیسه کې نه وو، دا مو بې ګټې کار بللو."
دا یوازې دغه میرمن نده چې د پولیو د واکسین په اړه یې داسې انګیرله، بلکې په افغانستان کې ډیرې داسې کورنۍ شته چې د ګوزڼ یا پولیو په وړاندې د واکسین د اهمیت په اړه ډیر پوهاوی نه لري.
د عامه پوهاوي اړتیا ډیره زیاته ده
سید کمال شاه سید چې ډیرکلونه یې په افغانستان د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړله صندوق، یونیسف سره د واکسینو د عامه پوهاوي د کمپاینونو د یوه مسول په توګه کارکړی، وایي، عامه پوهاوی د واکسینو د کمپاینونو په بریالي تطبیق کې مهم رول لوبوي. " د عامه پوهاوي اړتیا ډیره زیاته ده، باید وشي، په خاص ډول باندې هغه کسان، هغه مخکښه کسان چې په خلکو کې باورلري، خلک یې خبرې ته غوږ نیسي، هغه ښکیل شي، د هغو له لارې په کلیو او بانډو کې، ولسوالیو او ولایتونو کې عامه پوهاوی زیات شي."
د ښاغلي سید په خبره یوه ستونزه چې ډیرځلي د پولیوضد واکسینو په کمپاینونو کې لیدل شوې داده چې په دغو کمپاینونو کې اکثره هغه ماشومان واکسین کیږي چې مخکې شوي، چې همداسې هم باید وي خو نورماشومان چې مخکې هم ندي واکسین شوي، ترې پاتې کیږي.
د روان ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې په افغانستان کې د پولیوضد څو کمپاینونه ترسره شوي خو له دې سره په دې هیواد کې د پولیو نوې مثبتې پیښې هم ثبت شوې دي چې شمیریې په دې کال کې ۶ ته رسیدلی. پردې سربیره د دغه وایروس د چاپیریالي پیښو، یعنې هغه چې نمونې یې مثبتې ثبت شوي، شمیریې ۳۴ ته رسیدلی.
افغانستان او پاکستان په نړۍ کې هغه دوه هیوادونه دي چې تراوسه پکې د پولیو وایروس له منځه ندی تللی.
د پولیو د له منځه وړلو نړیوال نوښت (GPEI) یوله هغو بنسټونو دی چې هدف یې له نړۍ څخه د پولیو یومخ ورکول دي. دغه نوښت په ۱۹۸۸ کال کې چې هغه مهال د نړۍ شاوخوا ۱۲۵ هیوادونه د ګوزڼ یا پولیو له ناروغۍ سره مخامخ وو، د خپل تاسیس راپدیخوا هڅې پيل کړي چې د دې او نورو بنسټونو د هڅو په نتیجه کې دغه ناروغي په نړۍ کې څه باندې ۹۹ سلنه کنټرول شوې.
په افغانستان کې د ماشومانو کمزوری معافیت، هغه ماشومان چې له واکسینو پاتیږي، هغه باید واکسین کړل شي او په میندو او پلرونو کې باید دا اګاهي زیاته شي
دا چې ولې په افغانستان کې د دغې ساري ناروغۍ د خپریدو مخه نده نیول شوې او عمده لاملونه یې څه دي، یوځل بیا ښاغلی سید: " د پولیو ناروغي له مینځه وړل ډیر ستونزمن شوي دي، ډیرزیات وخت یې ونیو. د دغې ناروغۍ د له منځه وړلو چې کوم اساسي پلان وو په نړۍ کې ۲۰۰۰ کال پورې چې باید ختمه شي، هغه ونشول. پاکستان او افغانستان هغه دوه هیوادونه دي چیرته چې پولیو ناروغي اوس هم پکې شتون لري او دا بیلابیل علتونه لري؛ په افغانستان کې د ماشومانو کمزوری معافیت، هغه ماشومان چې له واکسینو پاتیږي، هغه باید واکسین کړل شي او په میندو او پلرونو کې باید دا اګاهي زیاته شي، بل علت دادی چې په خلکو کې باید ووایم یو دود دی چې کله ته یوشی خلکو ته ترکوره وړې، د هغه ارزښت ورته کم ښکاري، نوبیا خلک بیلابیلې خبرې را جوړوي د واکسینو پرضد، توطیې، هلته اوازې، دا یې بل علت دی چې خلک په ځینو سیمو کې واکسینو ته زړه نه ښه کوي."
له پولیو پاک افغانستان بنسټ چې د پولو د مخنیوي لپاره کورنیو او نورو لوروته تل سپارښتنې کوي او خلک د پولیو د واکسینونو له کمپاینونو خبروي
د جون په ۲۸ په خپله ایکسپاڼه کې په یوه لنډ بیان کې د دې سپارښتنه هم کړې وه چې "هر وګړی، د هر عمر په لرلو، باید د افغانستان، پاکستان او ایران ترمنځ د تګ راتګ پر مهال واکسین شي؛ ځکه موږ غواړو د دغو هېوادونو ترمنځ د پولیو (ګوزڼ) ویروس د لېږد مخنیوی وکړو.
د دغو هیوادونو ترمنځ د خلکو تګ راتګ په ځانګړي توګه له پاکستان څخه په ډیرشمیرکې د افغانانو بیرته ستنول، له یوه ځایه بل ځای ته د پولیو وایروس د سرایت یوبل عمده دلیل بلل کیږي. په افغانستان کې د پولیو ډیرې هغه مثبتې پیښې چې تراوسه ثبت شوې، هغه پاکستان پولې ته څیرمه ولایتونو پورې تړلې دي.
د روغتیا پالانو په خبره ګوزڼ یا پولیوهغه ناروغي ده چې درملنه نه لري او یوازې واکسین یې مخه نیولی شي. هرماشوم که په دغه ناروغۍ اخته کیږي د ټول عمر لپاره به فلج وي او ان د مړینې خطر یې هم شته.