د غزني ولایت د ناور ولسوالۍ د برجګای کلي اوسېدونکې عاطفې وايي د بنسټیزو زیربناوو نشتوالي له کلونو راهیسې د دوی ژوند ستونزمن کړی دی.
واقعاً ژوند سخت دی، دلته نه برښنا شته نه اوبه، نه درس او نه هم کوم ښه ژوند، خلاصه له هر څه په شا پاتې یود غزني یوه اوسیدونکې عاطفه
دې وړاندې د خلکو د ژوند د وضعیت او کرنیزو ځمکو پورې یې د تړلي د ژوند په اړه ازادي راډیو ته وویل:
«دا څو کاله کېږي چې باران نشته، حاصلات کاملاً کم شوي مثلاً ځمکه کې غنم کرو؛ خو د یو اته کسیزې کورنۍ د یو کال لپاره بسنه نه کوي، سیم نیمایي وړه له بازاره اخلو، یو څه کچالو کرو خو کور کې مصرفېږي، نور وړه، وریجې او غوړي له بازاره پېرو.»
خو د کلیوالو افغانانو ستونزې د دوی د ژوند د معیشت، د اوبو، برښنا او نورو اساسي اسانتیاوو نشتوالي پورې محدودې نه دي، بلکې روغتیايي خدماتو ته یې نه لاسرسی هم یوه ننګونه ده چې د اوسیدونکو په خبره، ځینې وختونه نه جبرانیدونکي پایلې لري.
د تخار ولایت د کلفګان ولسوالۍ اوسېدونکې شکیلا وايي:
«زه له هغو میندو یم چې څه موده وړاندې د میندوارۍ پر مهال کلنیک ته د لارې د لرې والي او د دې لپاره چې دلته درمل او ډاکتر نه و، له بده مرغه ماشوم مې ضایع شو، په هغه کلي کې چې موږ ژوند کوو، د ولسوالۍ کلنیک له موږه درې ساعته لرې دی، دلته موټر هم ډېر نشته او ټولو ته ډېره سخته ده چې کلنیک ته ولاړ شي یا ځان یو روغتیایي مرکز ته ورسوي.»
د کلیو د ځینو اوسېدونکو په خبره، د دې ستونزو دوام ځینې کورنۍ د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ ایستلي دي.
د نیمروز ولایت د چهاربرجک ولسوالۍ بزګر عبدالعظیم په دې اړه وویل:
ډېری خلک ځي ځکه وچکالي ده، سږکال وچکالي وشوه، پنبه یې کرلې وه، ډېر مصرف یې وکړ، کله چې ورسېده وچکالي شوه، زموږ له لاندې کلي همدا پرون شپه دوه کورنۍ ایران ته ولاړې، مخکې هم ډېرې تللي، ځینې کلي خو بیخي خالي شوي ديد نیمروز د چهاربرجک یو بزګر عبدالعظیم
هغه ننګونې چې عبدالعظیم یې یادونه کوي، د یو شمیر ټولنیزو چارو پوهانو کارپوهانو په وینا، د وچکالۍ هاخوا عواملو کې ریښې لري.
د دوی په باور، د واک او صلاحیت تمرکز او د پراختیا او ملي پروژو غیر عادلانه ویش هم د افغانستان په کلیوالي سیمو کې د محرومیت او غیر متوازن پرمختګ اصلي عوامل دي.
د دې کارپوهانو له ډلې عبدالوارث سیغاني ازادي راډیو ته وویل:"تر هغه چې په ټول هېواد کې پروژې په عادلانه او یو لید اوري ډول ونه ویشل شي، د افغانستان په کلیو کې توسعه او پراختیا نه رامنځته کېږي، په ورته وخت کې باید صلاحتونه په داسې توګه میکانیزم شي چې خلک په دې پروژو کې معنا لرونکی او ګټور رول ولري."
په ورته وخت کې، د طالبانو د حکومت د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وايي چې په کلیو کې د وضعیت د ښه کولو او خلکو ته د اساسي خدمتونو د لاسرسي لپاره یې یو شمیر پراختیایي پروژې پلي کړي او د نورو پروژو د پلي کولو پروسه روانه ده.
دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو د جولای شپږمه د کلیوالي پراختیا د نړیوالې ورځې په توګه نومولې ده، هغه ورځ چې موخه یې د کلیوالي ټولنو ننګونو او اړتیاوو ته د نړیوالو پام اړول او په دې سیمو کې د بې وزلۍ او نابرابرۍ پر کمولو ټینګار کول دي.