د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۲ چنګاښ ۱۴۰۵ کابل ۱۲:۱۲

پر افغان خاوره د پاکستان د بریدونو میراث؛ د قربانیانو کورنۍ وايي د عزیزانو قبرونه يې معلوم نه دي

د معتادنیو پر روغتون د پاکستان له بریدونه وروسته د قربانیانو کورنۍ د دغه روغتون مخته راټولې شوې وې
د معتادنیو پر روغتون د پاکستان له بریدونه وروسته د قربانیانو کورنۍ د دغه روغتون مخته راټولې شوې وې

په افغانستان کې د وروستیو امنیتي پېښو د قربانیانو کورنۍ او خپلوان وایي، عزیزان یې په ډله ییزو قبرونو کې خاورو ته سپارل شوي خو دوی یې نه پېژني.

د افغانستان د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ د ګردی کڅ سیمې اوسېدونکی نزاکت وايي، د کورنۍ ۱۷ غړي یې په یوه شپه ( د فبرورۍ په ۲۶مه) د پاکستان هوایي بمبار کې ووژل شول.

یوازې یوه لور او یوه ورېره مې جلا قبرونو کې ایښي چې هغه هم خلکو په بېلچو ایستلي وو، نور خو جسدونه ډېر وو د چا وسه نه کېدله بیا یې پر بوکلین ( لوډر) کېندلي وو، خلکو ښخ کړي ما ته معلوم نه دي
نزاکت

"یوازې یوه لور او یوه ورېره مې جلا قبرونو کې ایښي چې هغه هم خلکو په بېلچو ایستلي وو، نور خو جسدونه ډېر وو د چا وسه نه کېدله بیا یې پر بوکلین ( لوډر) کېندلي وو، خلکو ښخ کړي ما ته معلوم نه دي."

نزاکت ازادي راډیو ته وویل دا چې د کورنۍ دې ټولو وژل شویو غړو ته یې خلکو او دولتي کارکوونکو په لوډرو ډله ییز قبرونه کیندلي او خاورو ته سپارل شوي، دوی اوس نه پوهېږي چې کوم قبر د چا دی.

ده وړاندې زیاته کړه:

"زه چې ورشم خلک وایي دا هغه دی او دا بل دی، خو راته معلومه نه ده ځکه ټول خلکو ښخ کړي دي، زموږ څلور کسان خو هوا سره تللي، قبر لري خو یوازې لاس، پېښې او ټوټې یې موندل شوي وو، بیا ما له دې ټولو قبرونو یو لویه جنګله (کټاره) راتاو کړله."

نزاکت وایي دې پېښې د دوی ټول ژوند ګډوډ کړ او یو ۱۹ کلن ځوان زوی یې لا هم د سختو ټپونو له امله په سمه توګه ناسته ولاړه نه شي کولای.

خو دا یوازې د نزاکت د کورنۍ نه، بلکې د لسګونو نورو افغانان کیسه هم ده.

د طالبانو حکومت پر پاکستان د هوایي بریدونه خبر ورکوي؛ اسلام آباد: ډرونونه مو راغورځولي دي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:08 0:00

د همدې اونۍ په سر کې «د جون په ۲۸مه» د شپې ناوخته د پکتیا ولایت د څمکنیو ولسوالۍ مندوخېلو سیمه هم د پاکستان د هوایي بمباریو شاهده وه، چې د ګڼو ملکي خلکو تر وژل کېدو وروسته په کې ډله ییز قبرونه وایستل شول.

دا معلومه نه وه چې پښه د چا ده یا لاس د چا دی، کلیوالو یوازې د خپلو اولادونو د ګوتمۍ په وسیله لاسونه وپېژندل، خو ټول اندامونه مو ګډوډ راټول او خاورو ته مو وسپارل
نزاکت

د دې سیمې اوسېدونکي فولاد خان ازادي راډیو ته وویل چې د ډېری وژل شویو کلیوالو او خپل خپلوانو د جسدونو د نه پېژندل کېدو او د DNA یا نورو عدلي امکاناتو د نشتوالي له امله، داسې حالت کې ډله ییزو قبرونو کې دفن شوي چې د بدن غړي یې سره ګډوډ او د پېژندلو نه وو:

"د مندوخېلو بازار نه پورته هدیره کې یې ډله ییز قبر ورته جوړ کړ،هماغلته یې دوی ټول خاورو ته وسپارل، ځینې یې داسې وو چې هېڅ نه پېژندل کېدل، خو ځینې پیژندل کېدل، موږ خپله ۱۶ کسیز قبر وکینده، ځینې جسدونه مو سره ګډوډ خاورو ته وسپارل، دا معلومه نه وه چې پښه د چا ده یا لاس د چا دی، کلیوالو یوازې د خپلو اولادونو د ګوتمۍ په وسیله لاسونه وپېژندل، خو ټول اندامونه مو ګډوډ راټول او خاورو ته مو وسپارل، خلک یوازې دومره پوهېږي چې دې قبر کې مو د (عزیزانو) یا سر شته، یا پښه او لاس شته،او په همدې ځان ته تسلي ورکوي."

د ملګرو ملتونو لخوا د اعلان شویو شمېرو له مخې، په دې حمله کې ۲۲ ملکي افغانان وژل شوي دي.

بلخوا د کابل ښار یو اوسېدونکي چې د عبید په نوم یو ۲۳ کلن د ماما د مېرمنې ورور یې په دغه ښار کې د امید په نوم د معتادینو کمپ کې د پاکستان په هوایي بریدونو کې وژل شوی، هم وویل چې دوی ته یوازې د هغه نوم د وژل شویو په نوملړ کې ورښودل شوی او په خبره یې قبر یې ورته معلوم نه دی.

ده چې نه غوښتل نوم یې راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته یې وویل:

"د هغې ورور چې شهید شو، جسد یې موندل شوی نه دی خو هماغه ډله ییز قبرونو نوملړ کې یې پیدا کړی و، تر اوسه یې کورنۍ نه پوهېږي چې دا زموږ د زوی ( قبر) دی، هماغه ډله ییزو قبرونو کې یې ښخ کړی، مړی یې ورک و، دوی ډېرې پوښتنې او هڅې وکړې خو پیدا یې نه شو کړی، ډېره سخته ده چې یو ماشوم وړوکی را غټ کړې او بیا یې یو ناڅاپه درنه مړی او ژوندی ورک شي، دوی شپه او ورځ کړېږي او ژړېږي، دا د هغه د درملنې وروستۍ مرحله وه، نور اختر نه مخکې راخوشې کېدو خو داسې پېښه وشوه."

دی وایي عبید د دوو ماشومانو پلار و.

د حوت په ۲۵ د امید په نوم د معتادینو د درملنې پر مرکز د پاکستان په هوایي بمبارۍ کې چې د طالبانو د حکومت په خبره شاوخوا ۳ زره روږدي تر درملنې لاندې وو، ۴۰۸ کسان ووژل شول او ۲۶۵ نور ټپیان شول.

مړی یې ورک و، دوی ډېرې پوښتنې او هڅې وکړې خو پیدا یې نه شو کړی، ډېره سخته ده چې یو ماشوم وړوکی را غټ کړې او بیا یې یو ناڅاپه درنه مړی او ژوندی ورک شي

خو پاکستان د روغتون په نښه کول رد کړي، او ویلي وو چې دوی دې هوایي بریدونو کې د «تحریک طالبان پاکستان» پټنځای او ترهګرو دیپوګانې په نښه کړې دي، خو دا ادعا پرطالبانو سربیره د ملګروملتونو په ګډون بېلابېلو نړیوالو ادارو او د بشري حقونو سازمانونو رد او غندلې ده.

له دې پیښې وروسته پاکستان بیاهم د افغانستان مختلفو ولایتونو کې بمباریو ته دوام ورکړی چې په ترڅ کې یې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې. وروستۍ بیلګې یې هم په پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو کې د پاکستان هوایي بریدونه وو چې د افغانستان لپاره د ملګروملتونو مرستندویه دفتر، یوناما پکې د ۲۹ ملکیانو وژل کیدل تایید کړل.

د افغانستان د مختلفو سیمو او ولایتونو اوسیدونکو په ځانګړې توګه د دې امنیتي پېښو او بمباریو د قربانیانو د کورنیو او خپلوانو په وینا، په دې هیواد کې د ډله ییزو قبرونو شمیر په وروستیو میاشتو کې زیات شوی او ډیری ملکي قربانیان پکې ښخ شوي چې په خبره یې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي.

د یادونې ده چې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ نښتې د فبروۍ په ۲۶مه پیل او لا هم روانې دي چې ډېر وخت ملکي افغانانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ملګرو ملتونو او یو شمېر بشري حقونو سازمانونو د جګړو له دواړو خواوو غوښتي چې د ملکي وګړو خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړي او د هغو پېښو په اړه چې پکې ملکي وګړي زیانمن شوي، خپلواکې او شفافې څېړنې ترسره کړي.

پاکستان بیا په تېرو ورته مواردو کې ویلي چې د دوی بریدونه د هغو وسله‌ والو ډلو پر ضد دي چې د پاکستان امنیت ته ګواښ ګڼل کېږي، خو د ملکي تلفاتو په اړه راپورونه یې تل نه دي منلي یا یې رد کړي دي.

افغانستان چې څه باندې پنځه لسیزې په جګړو او ناامنیو کې ښکیل پاتې شوی، ډیرو سیمو کې یې ډله ییزقبرونه جوړشوي، دا هغه قبرونه دي چې د هوایي بمباریو، پراخو بریدونو یا نورو لویو چاودنو او نښتو قربانیان چې خلک یې د انفرادي قبرونو په کیندلو او ښخولو پورې ندي رسیدلي، پکې ښځ کړای شوي دي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG