د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۲ چنګاښ ۱۴۰۵ کابل ۱۲:۱۲

په کابل کې د څښاک د اوبو ستونزې؛ ډېری خلک وايي په پيسو اوبه اخلي

کابل کې د اوبو د کمښت ستونزې او په اوبو پسې سرګردانه ماشومه
کابل کې د اوبو د کمښت ستونزې او په اوبو پسې سرګردانه ماشومه

د افغانستان د پلازمینې کابل اوسېدونکي وايي اوس مهال تر بل هر وخت د څښاک لپاره د پاکو اوبو له کمښت سره مخ دي. دوي وايي هره میاشت د زرګونه افغانیو اوبه په بیه اخلي داسې مهال چې په کور دننه بې کارۍ او بې وزلۍ هم ورځ تر بلې پراخیږي. اقلیمي بدلون، د اوبو ناسم مدیریت، لسیزې جګړې او د اورښتونو کموالی هغه څه دي چې په افغانستان کې یې د اوبو سرچینې د وچېدو له ګواښ سره مخ کړي دي.

د افغانستان د نورو لویو ښارونو په پرتله د کابل ګڼ نفوسه ښار اوسېدونکي وايي د ډېری برخو د ځمکې لاندې اوبه ککړې او تر بل هر وخت ښکته شوي او دوی مجبور دي هره ورځ په پیسو اوبه واخلي.

که څه هم د اوبو د کمښت ستونزه په دې ښار کې عمومي ده خو د هغه خلکو لپاره لا ډېره سخته ده چې د کابل ښار په لوړو کې اوسیږي.

دوی اړ دي چې اوږد واټن ووهي او له لاسي کراچیو نه په استفادې کورونو ته د څښاک لپاره پاکې اوبه راوړي.

د پنځو اولادونو مور ګلالۍ چې د کابل د اسمايي غره په لمنه کې یې کور دی، وايي ټوله ورځ یې د اوبو په راوړلو تېریږي.

یو کال کیږي چې اوبه نه لرو، د ورځې سل افغانۍ کراچۍ والا ته ورکوو هغوی یې تر یو ځایه ور وړي بیا وروسته یې پاس کور ته موږ خېژو، دوه نلونه لرو، یو دولتي دی او بل هم د غره له لارې خو په دواړو کې دا یو کال کیږي چې څاڅکې اوبه نه دي راغلي
د کابل یوه اوسیدونکې، ګلالۍ

ګلالۍ زیاتوي: «هر ورځ له سهاره تر مازدیګره د اوبو له راوړلو نه خلاصیږو همدا اوس هم راغلي یو اوبو پسې دا زیړې بوشکۍ ګورۍ په اوبو پسې مو راوړي دي، اوبه موږ خپله ډکوو، او بیا یې لاس ګاډي والا وړي.»

فرید د کابل ښار د جوی شیر د سیمې اوسېدونکی وايي له تېرو دریو میاشتو راهیسي اوبه نه لري او اوس مهال تر بل هر وخت د څښاک د اوبو په برابرولو کې ستونزو سره مخ دی.

هغه ازادي راډيو ته وویل: «درې نیمې میاشتې کیږي چې اوبه نه لرو، موږ نه پوهیږو چې کار پسې وګرځو اوبو پسې ورګرځو، څه وکړو، یوازې موږ نه یو، دلته په جوی شیر کې له لس تر ۱۵ زره کورنۍ د اوبو له ستونزې سره مخ دي، موږ هیڅ نه پوهیږو څه وکړو.»

د کابل ښار دا اوسېدونکي وايي که څه هم د معدني اوبو په نوم په دوی د خرڅېدونکو اوبو د کیفیت په اړه هم معلومات نه لري خو د اړتیا له مخې مجبور دي چې د څښاک اوبه له دوی وپیري.

دوی د طالبانو له حکومته غواړي چې د اوبو د تصفیې پر شرکتونو خپل څار زیات کړي.

د طالبانو د حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت د معلوماتو پر بنسټ اوس مهال په کابل کې نژدې ۲۲۵ د اوبو د تصفیې مرکزونه موجود دي او له دوی سره ثبت دي چې وخت په وخت یې د اوبو کیفیت اندازه کیږي.

د کابل ښار د ځینو سیمو اوسېدونکي هغه چې په پیسو د اوبو د اخیستلو توان نه لري تر ډېره له ژورو څاګانو ګټه اخلي هغه چې هره ورځ یې شاوخوا خلکو لیکې جوړې کړي وي.

په ژورو څاه ګانو د خلکو پراخه ګڼه ګوڼه، ټیل ماټیل، کش وګیر او د نوبت په سر ناندرۍ د نژدې هرې ژورې څاه تر څنګ اورېدل کیږي.

خلک وايي د پخوا پرتله په ژورو څاه ګانو کې هم اوبه کمې شوي دي چې د دوی په خبره لامل یې د اړتیا ډېرېدل او دغه راز د اوبو د سطحې ټیټېدل دي.

د کابل ښار د کوټه سنګي سیمې یو اوسېدونکي محمدالله له ازادي راډيو سره په خبرو کې د طالبانو له حکومت او نړیوالو مرستندویه بنسټونو وغوښتل چې په کابل کې د اوبو د کمښت ستونزې ته دایمي حل لارې ولټوي تر څو د اوبو بحران مهار شي.

له حکومته غواړو چې د نلونو له لارې خلکو ته پاکې اوبه ورسیږي، دا یوازې د یو کس ستونزه نه ده، د ټول کابل ستونزه ده، دلته تاسو ګورئ، ماشومان، سپین ږیري، ځوانان ټول په اوبو پسې راوتلي دي
د کابل ښار د کوټه سنګي سیمې یو اوسېدونکی محمدالله

که څه هم د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند مطیع الله عابد په دې اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې خو مخکې دغه وزارت ویلي چې د کابل د اوبو د بحران د حل لپاره هڅه کوي چې د پنجشیرسیند د کابل له سیند سره وصل کړي خو تراوسه د دغې پروژې د عملي پیل کومې نښې نه دي لیدل شوي.

د اوبو د برخې یو شمېر پوهان وايي د اوبو د مدیریت لپاره په سیمه ییزه او ملي کچه کار کول په کار دي چې حکومت او خلک دواړه باید په کې برخه واخلي.

له ډلې یې نجیب الله سدید ازادي راډيو ته وویل چې خلک باید د اوبو په استعمال کې له احتیاط کار واخلي او دغه راز حکومت او نړیوالې موسسې باید د وړو او لویو بندونو د جوړولو په وسیله د واورې او باران اوبه زېرمه کړي.

لک باید د اوبو د مدیریت په برخه کې جدي اووسي، خلک باید د اوبو لپاره کندې وباسي، واړه بندونه جوړ کړي، اوبه زیرمه کړي
د اوبو د مدیریت متخصص نجیب الله سدید

ښاغلی سدید زیاتوي: «حکومت هم باید په ولایتي او ملي کچه لوی بندیونه جوړ کړي په ځانګړي ډول هغه مهال چې کله د بارانونو موسم وي باید اوبه جمع شي، په ټوله کې د اوبو مدیریت باید په افغانستان کې په یو ملي کمپاین بدل شي، حکومت او موسسات باید هڅې وکړي کنه نو له بده مرغه د اوبو ستونزه به لا بحراني شي.»

د یادولو وړ ده چې اوس مهال نه یوازې پلازمینه بلکې د افغانستان یو شمېر نور ولایتونه هم د اوبو د کمښت له ستونزې سره مخ دي.

اقلیمي بدلون، د اوبو ناسم مدیریت، لسیزې جګړې او د اورښتونو کموالی هغه څه دي چې په افغانستان کې یې د اوبو سرچینې د وچېدو له ګواښ سره مخ کړي دي.

تېر ۲۰۲۵ کال کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې په یو راپور کې د افغانستان په کچه د اوبو د کمښت خبرداری ورکړي و او ویلي و چې په دې کال کې د افغانستان شاوخوا ۳۳ میلیونه وګړي اړینو اوبو ته لاس رسی نه لري.

دغه راز د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یونیسف هم ویلي وو چې د افغانستان په هر لسو کسانو کې دوه یې پاکو اوبو ته لاس رسی لري او په کابل کې بیا د څښاک د اوبو ستونزه ورځ تر بلې ډیریږي او خبرداری یې ورکړی و چې که وضیعت همداسې دوام وکړي نو تر ۲۰۳۰ میلادي کال پورې په کابل کې د څښاک لپاره خلک اوبه نه لري.

د میرسي کورپس په نوم یوې غیر دولتي موسسي هم ورته اندیښنه ښودلې وه او یوه څیړنیز راپور کې یې ویلي چې د کابل اتیا په سلو کې د اوبو ځمکنۍ زېرمې ککړې شوي.

  • 16x9 Image

    اکرام‌الله اکرام

    اکرام الله اکرام (Ikramullah Ikram) په افغانستان کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان څانګې خبریال دی، چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي. 

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG