په عامه ځایونو کې د سګرټو څکول، هغه ټولنیزه ستونزه ده چې لا هم په افغانستان کې په پراخه توګه موجوده ده. ځینې سګرټ څکوونکي پرته له دې چې نورو ته یې د لوګي د زیان په اړه فکر وکړي په ښاري ټکسیانو، رستورانتونو او نورو عامه ځایونو کې سګرټ څکوي.داکار نه یواځې خپله سګرټ څکوونکو بلکه نورو ته ډیر زیان رسوي.
په داسې حال کې چې د کابل او اسلام اباد اړیکې د ترینګلتیا بیسارې کچې ته رسیدلې دي او پاکستان د افغان کډوالو د ستنولو بهیر ګړندی کړی،په دغه هیواد کې میشت افغان تاجران خپلو د "ملیارډو ډالرو" پانګونو او تجارتونو ته اندیښمن دي.
افغانستان ته له پاکستان ستانه شوي کډوال وايي، ماشومان یې د زده کړو د دوام په برخه کې ستونزو سره مخ دي. دوی د نورو مسایلو تر څنګ د پښتو او دري ژبو په لیک، لوست سم نه پوهېدل هم ننګونکې ګني او ورته د ملاتړ کوروسونو په برابرولو ټینګار کوي.
په اسټرالیا کې د افغان سفیر وحیدالله ویسي د کار موده د جولای په لومړۍ نېټه پای ته رسېدلې او ښايي هلته د افغانستان سفارت وتړل شي. ښاغلي ویسي د خپل کار د پای ته رسېدو خبر ورکړی او لیکلي یې دي چې ښایي سفارت هم وتړل شي.
ملګري ملتونه په خپل نوي رپوټ کې وايي افغانستان کې د تریاکو د تولید چټک کموالي بازار بدل کړی . خو بلخوا افغان بزګران شکایت کوي چې دبدیل کښت کافي مرسته نه ده ورسره شوې. د مخدره توکو او جرمونو په وړاندې مبارزې لپاره د ملګرو ملتونو دفتر،(UNODC) وايي افغانستان کې د تریاکو تولید ۹۵ سلنه راټیټ شوی.
په افغانستان کې د زیږون پر مهال د میندو د مړینې کچه لا هم د اندېښنې وړ ده. بې وزلي، روغتیايي خدمتونو ته محدود لاسرسی او خوارځواکي د دې وضعیت له مهمو لاملونو څخه ګڼل کېږي.
په افغانستان کې د خلکو اقتصادي ستونزو او دغه شان د کاري فرصتونو او اسانتیاوو له کمښت سره سره، یو شمېر راستانه شوي کډوال وايي، د هغو مهارتونو، سوداګریزو تجربو، کاري مخینو او زده کړو پر مټ چې د کډوالۍ پر مهال یې ترلاسه کړې، هڅه کوي خپل هیواد کې نوی ژوند پیل کړي.
پاکستان د افغانستان په څو ولایتونو په وروستیو بریدونو او له هغې مخکې نورو هغو سره ښودلې چې دا هیواد به د طالبانو د حکومت له سخت غبرګون سره سره له دغو بریدونو لاس وانخلي. د دغو بریدونو اکثره قربانیان هم ولسي وګړي دي چې د ملګروملتونو په ګډون د بشري حقونو نړیوال بنسټونه یې اندیښمن کړي دي.
په داسې حال کې چې دافغانستان او پاکستان ترمینځ کړکیچ بیسارې کچې ته رسیدلی ،اسلام اباد فرمان صادر کړی چې د جولایی له لسمې وروسته هرهغه افغان چې پاکستان کې د پاته کیدو د اعتبار وړ ویزه ونلري نیول کیږي. دغې پریکړې پاکستان کې میشت افغان کډوال اندیښمن کړي دي.
نور راوښيه