دغه کارپوهانو پرون جمعه د اکتوبر ۱۰ مه په یوه اعلامیه کې وویل چې د انټرنېټ او مخابراتو بندول د کار، روغتیا او زدهکړو په څېر بنسټیز بشري حقونه سخت زیانمنوي او په اوسني وضعیت کې دغه چاره تر ډېره د بېوزلۍ، بېکارۍ او د خوړو د ناامنۍ کچه لوړوي.
په اعلامیه کې له طالبانو غوښتل شوي چې پر ټولنیزو رسنیو لګول شوي محدودیتونه دې لغوه کړي او له هغه محدودیتونو ډډه وکړي چې له مدني، سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري حقونو د سر غړونو لامل کیږي.
د دوی په وینا، د مخابراتو او انټرنېټ په وسیله د اړیکو پرې کېدل او یا هم محدودېدل سوداګریز فعالیتونه زیانمنوي او د افغانستان پر نازک اقتصاد هم منفي اغېز کوي.
د انټرنېټ او مخابراتي شبکو بندول د کار، روغتیا او زدهکړو په څېر بنسټیز بشري حقونو ته سخت زیان اړوي.
په اعلامیه کې راغلي د طالبانو دا قدام ښځې تر ټولو ډېرې اغیزمنوي ځکه د کارپوهانو په خبره ډیری یې د ېده کړو، انلاین کاروبار، سوداګرۍ او ټولنیزو اړیکو لپاره په انټرنیټ تیکه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د روانې اکتوبر میاشتې له ۷ مې راهیسي په افغانستان کې د ټولنیزو رسنیو مشهور آپلیکشنونو فیسبوک، ټیک ټاک، انستګرام، سنپ چیټ او یو شمېر نورو ته د خلکو لاس رسی سخت شوی دی.
د پلازمینې کابل په ګډون د یو شمېر ولایتونو ځینې اوسېدونکې وايي دغه راز د بیلابیلو شبکو انټرنیټ هم کمزوری کړل شوی او دوی د VPN له لارې په ډېرې سختې ټولنیزې رسنۍ کارولی شي.
د کابل یوې اوسېدونکې چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي ازادي راډيو ته وویل چې په کار او زده کړو د طالبانو له بندیز وروسته یې د ټولنیزو رسنیو په ځانګړي ډول فیسبوک له لارې بیلابیلې تفریحي او روزنیزې برنامې تعقیبولې خو په خبره یې اوس یې دغه ټولنیزې رسنۍ ته لاس رسی محدود شوی دی.
دا مېرمن وايي "په داسې یوه هیواد کې چې بېکاري پکې په اوج کې ده، زیات شمېر نجونې او هلکان له همدې لارې په انلاین ډول خپلو کورنیو ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کوي، اوس د دغه اپلیکشنونو په بندیدو په موږ دا لاره هم وتړل شوه. د دې تر څنګ په بهر کې له خپلو خپلوانو او دوستانو سره په اړیکو کې خنډونه هم رامنځته شوي دي."
د ملګرو ملتونو کارپوهانو هم ویلي دي چې پر انټرنیټ او ټولنیزو رسنیو محدودیت کولای شي په احتمالي ډول د ښځو او نجونو رواني روغتیا خرابه کړي.
د طالبانو حکومت د تېرې سپټمبر په وروستیو کې د ۴۸ ساعتونو لپاره په ټول افغانستان کې انټرنیټي خدمتونه وځنډول خو له ګڼو نړیوالو غبرګونونو وروسته یې بیرته نورمال کړل.
که څه هم د طالبانو حکومت تراوسه هم په رسمي ډول د انټرنیتي او ټلیفوني خدمتونو د بندیدو په اړه وضاحت نه دی ورکړی خو د طالبانو ځینو سرچینو ازادي راډيو ته مخکې ویلي وو چې د دوی مشر ملا هبت الله آخوندزاده غواړي د منکراتو د مخنیوي په هدف په ټول هېواد کې د نوري فایبر کیبلي انټرنیټ قطع کړي.
په ۲۲ ولایتونو کې د ژوندیو موجوداتو د تصویر پر خپرولو بندیز لګېدلی او معلوماتو ته لاسرسی ګران شوی دی.
د ملګرو ملتونو د کارپوهانو ډلې ویلي که څه هم د اکتوبر په اومه په ټولنیزو رسنیو د طالبانو محدودیت د لومړي بشپړ بندیز په څېر نه دي، خو طالبان غواړي عامه رسنۍ هم کنټرول کړي.
د ننګرهار یوه اوسېدونکي د نوم نه ښودلو او د غږ د بدلون په شرط ازادي راډيو ته وویل چې پر ټولنیزو رسنیو د طالبانو محدودیت ګڼ خلک له ستونزو سره مخ کړي دي.
دی وايي "له یوې خوا یې انټرنیټ ډېر کمزوری کړی دی او له بله خوا یې ټولنیزې رسنۍ فیسبوک، انستاګرام، ټیک ټاک او نورې بندې کړي دي. له یوې خوا اقتصادي ستونزې، بل خوا د طالبانو بندیزونه او محدویتونه او همدراز په وروستیو کې دا بندیز چې د افغانانو ورسره یو څه ساعت تېر وو، اوس یې دا هم بند کړل."
دا په داسې حال کې ده چې په دې هیواد کې د طالبانو حکومت وار له مخه پر رسنیو او د بیان پر ازادۍ ګڼ محدودیتونه لګولي دي.
طالبانو لږترلږه په ۲۲ ولایتونو کې د ټلویزیونونو پر پردو د ژوندیو موجوداتو د تصویرونو په خپرولو بندیز لګولی او دغه راز د خبریالانو په وینا په کور دننه یې معلوماتو ته لاس رسی سخت کړی دی.
په رسنیو کې د موسیقۍ په خپرولو بندیز، په ښځینه ویاندویانو د خپرونې پر مهال د ماسک جبري کول، د بیلابیلو تفریحي خپرونو بندول او یو شمېر نور هغه محدودیتونه دي چې وخت په یې وخت د افغانستان د خبریالانو د بیلابیلو ملاتړو بنسټونو او نړیوالو سازمانونو اندېښنې راپورته کړي دي.
ګڼو افغانانو ویلي چې په رسنیو د طالبانو له محدودیت وروسته یې له ټولنیزو رسنیو څخه معلومات ترلاسه کول خو اوس پرې دا لاره هم پرې کېدونکې ده.
د ملګرو ملتونو کارپوهان باور لري چې په افغانستان کې په انټرنیټ او ټولنیزو رسنیو محدودیت به د دې لامل شي چې د بشري حقونو مدافعین او خپلواکه خبریالان چې اوس مهال هم له سختو محدودیتونو او فشارونو سره مخ دي، د هېواد د حالاتو د مستندولو په برخه کې بې وسه شي.