د کونړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ اوسېدونکی سمیع الله وايي"له نړیوالو څخه مو غوښتنه ده چې مونږ ته سرپناه جوړه کړي، ژمې راروان دی ژمي کې مو خیمو کې ګذاره نه کېږي. نور نو خیمو کې ګذاره نه کېږي او باید دوی ته د کورونو د جوړولو په برخه کې اقدام وشي."
سمیع الله د پنجشنبې په ورځ ( د اکتوبر په نهمه ) له ازادي راډیو سره په خبرو کې د طالبانو له حکومت څخه هم وغوښتل چې د دوی دې ستونزې ته پام واړوي."منی دی، ساړه دي، نور مو په خیمو کې ګذاره نه کېږي، وس نه لرو چې بېرته خپل کورونه جوړ کړو، مونږ له حکومت نه غواړو، چې مونږ ته سرپناه جوړه کړي، مونږ سره ماشومان دي، ښځې دي، سپین ږیري دي."
شاوخوا ۹۴ سلنه زلزله ځپلې کورنۍ په ازاده فضا يا موقتو سرپناوو کې ژوند کوي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر ( اوچا ) د سپتمبر په ۲۵ مه راپور ورکړ چې د اګست د یو دیرشمې د شپې ناوخته زلزلې د افغانستان په ختیځ کې نېږدې اته نیم زره کورونه ویجاړ کړي دي.
په راپور کې دا هم راغلي چې، شاوخوا ۹۴ سلنه زلزله ځپلې کورنۍ په ازاده فضا يا موقتو سرپناوو کې ژوند کوي، او د ژمي له رانژدېدې کېدو سره په لوړه پرتو سيمو کې دايمي سرپناه او بېړنیو ژمنیو مرستو ته اړتيا ده.
د کونړ د نورګل درې اوسېدونکی امین الله هم کور غواړي. دی وايي"خیمې د بادونو زور نه لري او هوا هم ورځ بلې ته سړېږي، چې د دوی ګذاره یې سخته کړې ده. ډیر مشکل په دې کې دی چې اوس هوا یخه شوه، د یخنۍ مشکل دی، کورونه مو وران شوي دي، خیمو کې پراته یو، په خیمو کې هوا نه بندېږي، کورونه خو ټول زلزلې ختم کړل."
د ودانیزو چارو یو شمیر کارپوهان هم وايي، وخت یې دې چې زلزله خپلو ته د کورونو د جوړولو په برخه کې اقدام وشي، داسې کورونه چې د دوی په خبره له ورښتونو او بادونویې خوندي کړي.
له دې ډلې انجنیر راحت ګل زیارمل چې خپل هم د کونړ ولایت اصلي اوسېدونکی دی ازادي راډیو ته وویل"کونړ نسبت نورو ختيخو ولایتونو ته ډیر سوړ ژمی لري او ډیر سخت شمال په کې لګېږي، بلخصوص په درو کې او دا کومې سیمې چې زلزلو ځپلې دي، په ژمی کې په کې ورښتونه کېږي، حتی واورې ورېږي ډیرې سختې. اوس چې کومې خیمې زلزله ځپلو ته توزیع شوي په دې کې یې ژمی نه تېرېږي، دغه خلکو ته باید عاجله سرپناه جوړه شي، له لرګو او تختو دې جوړه شي خو چې د باد او باران په وړاندې مقاوت ولري، که نه راروان ژمی به په دې خیمو کې دیر انسانان تلف شي."
کونړ نسبت نورو ختيځو ولایتونو ته ډیر سوړ ژمی لري او ډیر سخت شمال په کې لګېږي.
په کونړ کې مو زلزله ځپلو ته د کورونو د اقدام په برخه کې د دې ولایت لپاره د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس نجیب الله حنیف وپوښت خو هغه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.
د یادونې ده چې اوچا د سپتمبر په ۲۵ دا هم ویلي و، چې که دوی د افغانستان له زلزله خپلو سره د مرستې لپاره ټول ۱۳۹ ملیونه ډالره غوښتل شوي رقم ترلاسه کړي نو د نورو خدمتونو تر څنګ به د کال تر پایه ۴ لکه او ۵۷ زره زلزله ځپلو ته سرپناوې هم جوړې کړي.
خو اوچا هغه مهال ویلي و، چې تر اوسه یې یوازې ۲۳ میلیون ډالره ترلاسه کړي دي.
په افغانستان کې دا مهال د مني لومړۍ میاشت روانه ده. په منی کې په ډیرو ولایتونو کې هوا سړېږي او خلک ژمي ته د سونګ توکو برابرولو لپاره تیاری نیسي. کونړ که څه هم لرګي ډیر لري او له دې درکه یې اوسېدونکي له ډېر ستونزو سره نه دي مخ، خو زلزله ځپلې وايي، کور وي چې څوک یې په لرګیو تود کړي.