د ننګرهار ولایت اوسېدونکی شریف الله چې د لس کسیزې کورنۍ سرپرست او معلول دی، وايي، ناروغۍ، اقتصادي ستونزو او بې کاري له رواني اړخه سخت ځپلی دی.
هغه چې د تېر جمهوري حکومت پر مهال یې په یوه پېښه کې یوه پښه پرې شوه ازادي راډيو ته وویل چې په وروستیو کې کلونو کې ژوند تر دې حده خراب شوی چې ان د کورنۍ لپاره درې وخته ډوډۍ نه شي برابرولی:
" زه له ژونده ډېر ستړی شوی یم، کله کله خو ان داسې وضعیت ته رسېدلی یم چې وایم راځه اولادونه دې وپلوره، ان دوی ته درې وخته ډوډۍ نه شم برابرولی، دوه لورګانې او یو زوی مې ناروغان دي، کله کله له ځان سره ناست یم خپلې ګوتې شمارم، دا مې عادت ګرځیدلی دی، کله کله داسې شم چې لمونځ وکم خو د رکعتونو شمېر رانه بیخي پکې غلت شي، رواني وضیعت مې ښه نه دی."
یو شمیر افغان نجونې او میرمنې وايي، د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو په زده کړو او کار بندیز دوی هم له ګڼو رواني ستونزو سره مخ کړي دي.
د خوست ولایت اوسېدونکې هریوا ازادي راډيو ته وویل چې په زده کړو له بندیز وروسته ښه رواني حالت نه لري:
" په زده کړو د طالبانو تر بندیز وروسته راته ډېر سخت رواني مشکلات پیدا شوي دي، خپلې راتلونکې ته سخته اندېښمنه یم ."
بل خوا په افغانستان کې په وروستیو کلونو کې طبیعي افتونه هم د زیانمنو شویو کسانو ترمنځ د رواني ناروغیو یو لوی عامل دی
د کونړ د څوکۍ ولسوالۍ اوسېدونکې چې په وروستۍ زلزله کې یې خپل هر څه له لاسه ورکړي او اوس مهال له سرپنا پرته په یوه خیمه کې ژوند کوي وايي:
" بارانونه او طوفانونه زیات شوي دي، کله چې د ماشومانو، میرمنو او سپین ږیرو وضعیت ته ګورو زموږ حالت هم ورسره خرابیږي حیران یو څه وکړو، د هوا په سړېدو او د ژمي په راتګ سره زموږ وضعیت نور هم خرابیږي او ناروغۍ زیاتیږي."
دا په داسې حال کې ده چې د روغتیا نړیوال سازمان هم له دې وړاندې ویلي چې د افغانستان په ختیځ په ځانګړي ډول کونړ کې د زلزلې زیانمن شوي کسان له سختو رواني ستونزو سره مخ دي.
دغه سازمان د تېرې سپټمبر په ۷ مه په یو راپور کې ټینګار کړی چې د اوږدمهاله رواني ستونزو د حل لپاره زیانمن کسان عاجلو ټولنیزو مرستو ته اړتیا لري.
نن د اکتوبر لسکه د رواني روغتیا نړیواله ورځ ده.
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بېینټ خبرداری ورکړی چې افغانستان د رواني روغتیا له پراخ بحران سره مخ دی په ځانګړي ډول د دې هیواد میرمنې او نجونې.
نوموړي نن جمعه د اکتوبر لسمه د رواني روغتیا د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې، دا بحران د لسیزو جګړو، طبیعي پیښو او د طالبانو لخوا د سیستماتیک فشار پایله بللې ده.
ده په داسې حال کې چې په افغانستان کې یېد ستونزو د پېژندلو او د رواني روغتیا د ملاتړي خدمتونو د پیاوړتیا غوښتنه کړې ویلي یې دي:" هغه هیواد کې چې د لسیزو جګړو، بحران او له طبیعي پیښو څخه اغیزمن شوی، رواني اغیز یې پراخه دی."
ریچارډ بینټ ویلي په افغانستان کې د رواني روغتیا خدمتونه خورا محدود دي، په ځانګړې ډول د هغو ښځو او نجونو لپاره چې د طالبانو لخوا سخت فشار سره مخ دي..
د روغتیا نړیوال سازمان د دې ورځې په مناسبت ویلي چې د رواني روغتیا د نړیوالې ورځې نمانځنه په حقیقا کې دا یادونه ده چې له رواني روغتیا پرته د انسان روغتیا نیمګړې ده.
ډبیلو ایچ او ویلي د طبیعي پیښو، شخړو او عامه روغتیا بیړنیو حالتونو په څیر بحرانونه احساساتي تکالیف رامینځته کوي، چې په هرو پنځو کسانو کې یو یې د رواني ناروغۍ حالت تجربه کوي.
د روغتیا نړیوال سازمان په خپل راپور کې ویلي چې په افغانستان کې په ملیونونو خلک د لسیزو جګړو، بې ځایه کیدو، طبیعي پیښو او اقتصادي ننګونو له امله د رواني روغتیا سره مبارزه کوي.
په همدې حال کې دروانې ستونزو یو شمېر روغتیا پوهان وايي رواني ناروغي ډېره وخت چاپیریالي عوامل لري او د دې ستونزو څخه د خلاصون لار، ورزش، پراخه مطالعې، له ملګرو سره ناسته او یو شمېر نورو کارونو ته مخه کول دي.
اراپوه وحید نور زاد ازادي راډيو ته وویل:
"جنیتیکي مسله هم ده خو له بده مرغه په افغانستان کې له تر ډېره عوامل چاپیریالي دي، لکه فقر، بیکارۍ، د طالبانو محدودیتونه، زده کړو کار او روغتیايي خدماتو ته د لاس رسي نشتوالی دا ټول هغه مسایل دي چې د ټولنې ټول وګړي په ځانګړي ډول ماشومان، میرمنې او د لوی عمر کسان اغیزمنوي."
د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان په دې اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې خو تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا په یوه راپور کې ویلي وو چې د افغانستان په څیر هیوادونو کې چېرې چې لسیزو جګړو پراخه اغیزې پرېښي د رواني روغتیا له بحران سره مخ وي.
په راپور کې راغلي وو چې دا ننګونې ان د افغانستان د ماشومانو ترمنځ هم موجوده دي.
په وروستیو کې، د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) په یوه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د پنځو او ۱۷ کلونو ترمنځ په هرو څلورو ماشومانو کې یو له اندېښنې او ویرې څخه رنځ وړي او په هیواد کې له هرو اوو ماشومانو څخه یو یې شدید خپګان تجربه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې بیلابیلو نورو نړیوالو او ملي بنسټونو هم پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واک وروسته د دې هیواد د روغتیايي سیستم په اړه اندېښنه ښودلې ده.