د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۹ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۰۶

شنونکي: ډیلي ته د متقي له سفر سره هممهاله د پاکستان بریدونه څو اړخیز پیغامونه لري


په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت په کابل او پکتیکا د پاکستاني ځواکونو وروستي هوايي بریدونه د افغانستان د فضایي حریم نقض بللی خو پاکستان یې لا په رسمي ډول مسؤلیت نه‌ دی منلی، یو شمیر افغان سیاسي او امنیتي کارپوهان وايي، هند ته د امیر خان متقي له سفر سره هم مهاله دا بریدونه څو اړخیزه سیاسي او امنیتي پیغامونه درلودلی شي.

د سیاسي او امنیتي چارو پوه اسحاق اتمر، ازادي راډیو ته وویل:

"کله چې امیر خان متقي هند ته سفر وکړ او د هندي چارواکو له تود هرکلي، د تړونونو له لاسلیک او د سفارت تر کچې د سیاسي اړیکو له لوړولو سره مخ شو، پاکستان دا وخت مناسب وګڼله چې هند، د طالبانو حکومت او نورو هېوادونو ته واضح پیغام ورکړي چې په سیمېزو شخړو کې باید رقابتي مسایلو ته پام وشي."

د امنیتي چارو بل پوه اختر محمد راسخ هم وايي چې هند ته د امیرخان متقي له سفر سره هم مهاله د پاکستان هوايي بریدونه دا ښيي چې اسلام‌اباد نه غواړي طالبان، هند او د سیمې له نورو هېوادونو سره نږدې شي، ځکه په خبره یې دا کار به د طالبانو سیاسي او اقتصادي دریځ لا پیاوړی کړي:

"پاکستان نه‌غواړي طالبان له هند، چین، روسیې او یا د سیمې له نورو هېوادونو سره نږدې اړیکې ولري، ځکه په دې صورت کې به د طالبانو سیاسي، اقتصادي او نظامي وړتیا پیاوړې شي، په ځانګړي ډول په کابل کې، او دوی به وتوانېږي د خپلې خاورې او فضا څخه د پاکستان پر وړاندې دفاع وکړي."

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د پنجشنبې په ورځ (د اکتوبر په نهمه) د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ په یو پنځه ورځني سفر هند ته ولاړ.

دا پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو ورسته هند ته د دوی د لوړپوړ چارواکو په کچه لومړی سفر و.

د دغه سفر پر مهال د هند د بهرنیو چارو وزیر اېس. جي. شنکر اعلان وکړ چې هند به په کابل کې خپله فني استازولي د سفارت تر کچې لوړه کړي.

دواړو خواوو د سیاسي اړیکو د پراختیا او د بشري مرستو د دوام په اړه هم خبرې کړې دي.

بلې خوا، امیرخان متقي، هندي رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې د کابل د برید په اړه معلومات نه لري، خو په پکتیکا کې یې د پاکستان بریدونه غندلي دي.

هغه ویلي، چې په داشان کړنو د دواړو هېوادونو ترمنځ ستونزې نه حل کېږي او باید د افغانانو حوصله ونه ازمایل شي.

متقي په افغانستان کې بریدونو ته په اشارې:«دا د اسلام اباد لویه تېروتنه» وه
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:36 0:00

که څه هم د پاکستان حکومت تر اوسه په رسمي ډول دا نه‌ ده منلې چې د پنجشنبې د شپې ناوخته (د اکتوبر د نهمې) بریدونه یې په افغانستان کړي، خو د پاکستان د پوځ ویاند جنرال احمد شریف چودري د جمعې په ورځ په پېښور کې په یوه تلویزیوني خبري غونډه کې وویل:

«د پاکستانیانو د ژوند او مال د ساتنې لپاره، هر هغه اقدام چې اړتیا وي، ترسره به شي.»

یو شمیر پاکستاني رسنیو له دې ډلې " پاکستان ابزرور" تیره ورځ د اکتوبر په نهمه د خپلو سرچینو له قوله راپور ورکړی چې په دې هوایي برید کې چې د بې پیلوټه الوتکې یا ډرون په وسیله شوی، د ټي ټي پي مشر نور ولي محسود او دوه نور ملګري یې چې دوی قاري سیف الله محسود او خالد محسود یاد کړي په نښه شوي دي.

خو د راپور په ټکو سرچینو یې وژل کیدل نه دي تایید کړي.

په ټولنیزو رسنیو کې هم یو غږیز پیغام، چې د پاکستاني طالبانو مشر نور ولي محسود ته منسوب شوی، لاس په لاس کېږي چې پکې نوموړی وایي چې د پاکستان په قبایلي سیمه کې دی او روغ رمټ دی.

خو ازادي راډیو په خپلواک ډول د دې غږیز پیغام صحت نه شي تأییدولای.

د طالبانو د دفاع وزارت ویلي چې پاکستان یو ځل بیا د افغانستان فضایي حریم نقض کړی، او خبرداری یې ورکړی چې که وضعیت له دې وروسته لا خراب شي، مسؤلیت به یې د پاکستان پر غاړه وي.

د یادونې چې دې بریدونو ته بېلابیل غبرګونونه هم ښودل شوي دي.

پخواني ولسمشرحامد کرزی، د ملي مصالحې د عالي شورا پخواني مشر عبدالله عبدالله، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیل‌ زاد، او یو شمېر نور پخوانيو افغان چارواکو او د مدني ټولنې فعالانو، دغو بریدونو ته غبرګونونه ښودلي او غندلي یې دي.

پاکستان ادعا کوي چې له ۲۰۲۱ کال د اګست راهیسې چې طالبان بیا واک ته رسېدلي له افغانستانه د پاکستان پر ضد وسله‌وال بریدونه، په ځانګړي ډول د تحریک طالبان پاکستان (ټي، ټي، پي) بریدونه، زیات شوي دي.

خو طالبان دا تورونه ردوي او وايي چې په افغانستان کې هېڅ تروریستي ډله نشته او د دغه هېواد خاوره به د بل هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي.

XS
SM
MD
LG