د جمعې په ورځ (د اکتوبر ۱۰مه) په نوي ډیلي کې د افغانستان په سفارت کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي مطبوعاتي کنفرانس په هندي رسنیو کې، په ځانګړې توګه د خبریالانو تر منځ، په دې ناسته کې د ښځینه خبریالانو د ګډون د مخنیوي له امله سخت غبرګونونه راوپارول.
د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، د ګڼو غوښتنو سره سره، خبریالانې د امنیتي مامورینو او د ډیلي پولیس د چارواکو لخوا په دې غونډه کې د ګډون څخه منع شوې وې، او یوازې نارینه خبریالانو په غونډه کې ګډون درلود.
دا نه یوازې پر ژورنالیزم برید دی، بلکې د بشري حقونو د نړیوالو ارزښتونو سرغړونه هم ده.
په هند کې یو شمیر خبریالانې ازادي راډیو سره په خبرو کې د دوی د حضور منع کول سپکاوی او د جنسیتي برابرۍ د ارزښتونو خلاف بولي او وايي چې دا ډول چلند د هغو محدودیتونو یادونه کوي چې افغان ښځې له کلونو راهیسې ورسره مخ دي.
د یوې خصوصي رسنۍ خبریالې، ورشا، د شنبې په ورځ د اکتوبر په ۱۱مه په دې اړه ازادي راډيو ته وویل"دا پرېکړه یوازې او یوازې د جنسیت پر بنسټ شوې وه، ځکه هغوی ښځې وې. دا نه یوازې د ژورنالیزم پر ضد یو برید دی، بلکې د بشري حقونو د نړیوالو ارزښتونو سرغړونه هم ده. دا د طالبانو ذهنیت دی چې ښځې باید په عامه فورمونو کې ګډون ونه کړي، پوښتنې ونه کړي او په ټولنه کې برخه وانخلي. زه د افغانستان او هند ښځینه خبریالانو لپاره مساوي حقوق غواړم."
د هند د یوې دولتي رسنۍ خبریالې، چې د موضوع د حساسیت له امله یې ونهغوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل"موږ ښځینه خبریالانې ډېرې خفه یو، دا عمل زمونږ سپکاوی و، موږ د داسې کړنو مخالف یو او دا کار زموږ لپاره د منلو نه دی."
که څه هم د طالبانو حکومت تر اوسه د دې موضوع په هکله په رسمي ډول څه نه دي ویلي، خو د هند د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ، د اکتوبر په ۱۱مه، د یوې رسمي اعلامیې په خپرولو سره، دې موضوع ته د پراخو غبرګونونو په ځواب کې اعلان وکړ چې «د هند حکومت د خبریالانو په تنظیمولو یا بلنه کې ښکیل نه و.»
دا چلند د هغو بندیزونو یادونه کوي چې په افغانستان کې میرمنې له کلونو راهیسې ورسره مخامخ دي.
د افغانستان د بشري حقونو د خپواک کمیسیون پخوانۍ مشرې شهرزاد اکبر هم د شنبې په ورځ، د اکتوبر په ۱۱مه، د دې پیښې په اړه غبرګون ښودلی او پر خپله اېکس پاڼه یې ليکلي، چې « د طالبانو عادي کول د جنسیت پر بنسټ د ځورونې نړیوال کول دي» او خبرداری یې ورکړ چې د طالبانو جنسیتی اپارتاید به د افغانستان تر پولو پورې محدود پاتې نه شي.
په هند کې د امیر خان متقي د مطبوعاتي کنفرانس د پوښښ څخه د ښځینه خبریالانو د مخنیوي په اړه غبرګونونه داسې مهال دي چې طالبانو په افغانستان کې له بیا واکمنیدو وروسته، پر رسنیو، په ځانګړې توګه د ښځینه خبریالانو پر فعالیتونو پراخ محدودیتونه لګولي دي.
دوی خبریالانې اړ کړي چې د مخونو د پټولو لپاره ماسک واغوندي او په دې وروستیو کې، په یو شمیر ولایتونو کې، دا الزامي کړی چې خبریالانې باید دفترونو ته له شرعي محرم سره ولاړې شي. دغه راز ښځو ته په مطبوعاتي کنفرانسونو کې د برخه اخیستو اجازه هم نه ورکول کیږي.
که څه هم د طالبانو دا کړنې تل د رسنیو د ملاتړي سازمانونو لخوا، له رسنیو څخه د ښځو د تدریجي حذف هڅې بلل شوي، خو طالبانو ټینګار کړی چې دوی د شریعت په چوکاټ کې د بیان آزادۍ او د رسنیو فعالیت ته ژمن دي؛ هغه ادعا چې افغان خبریالان او د دوی ملاتړي سازمانونه یې ردوي.