افغانستان
په فرانسه کې ۷ افغانان او ۲ عراقیان د انساني قاچاق په تور محکوم شول

د فرانسې یوې محکمې د دوشنبې په ورځ اووه افغانان او دوه عراقي کوردان د بیړۍ د چپه کېدو د هغې پېښې په تور په ۷ او ۸ کاله بند محکوم کړل چې له کبله یې څو تنه پناه غوښتونکي مړه شول.
یاده کوچنۍ کښتۍ د ۲۰۲۲ کال د دسمبر د څوارلسمې نېټې په سهار له فرانسې څخه خوځېدلې وه، چې پکې د افغانستان، البانیا، هند او سینیګال وګړي سپاره ول.
په دې پېښه کې، چې د بریتانیا له ساحله څو کیلومتره لیرې وشوه، څلور کسان مړه او څلور نور ورک شول. له بې درکه شویو څخه یوازې د یوه تن جسد وموندل شو چې یو افغان نارینه وو.
ژغورونکو ۳۹ کسان له ډوبېدو وژغورل.
د فرانسې د لیل ښار محکمې درې کسانو ته د اتو کلونو بند سزا واوروله. په دوی کې یو افغان هم شامل و، چې محاکمه یې په غیابي ډول ترسره شوه او نوموړی د قاچاق د عملیاتو اصلي طراح بلل شوی دی.
پاتې کسانو ته، چې پکې دوه افغان وروڼه هم شامل دي او د دې شبکې د تمویل په تور تورن دي، په اووه کاله بند محکوم شول.
یو بل کس به، چې دا مهال په بلجیم کې بندي دی، په یوه بله نېټه محاکمه شي.
فرانسوي څارنوالانو ویلي، د بریتانیا یوې محکمې لا دمخه یو سنګالی تنکیځوان، چې کښتۍ یې چلوله، په نهه کاله بند محکوم کړی دی.
د پلټنو له مخې، څو کسانو ویلي چې د کښتۍ له تګ مخکې یې یو لوړ درز اورېدلی و، لکه کښتۍ چې سورۍ شوې وي.
د مهاجرت نړیوال سازمان: ایران یوازې په یوه میاشت کې تر ۲۳۰ زره ډېر افغانان ایستلي

د ملګرو ملتونو د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) د دوشنبې په ورځ وویل چې یوازې د جون په میاشت کې له ایران څخه تر ۲۳۰ زره ډېر افغانان افغانستان ته ستانه شوي، چې زیاتره یې په زور له ایران څخه ایستل شوي دي.
د راپورونو له مخې، په وروستیو اوونیو کې له ایرانه د افغانانو د ایستلو بهیر خورا چټک شوی، ځکه چې ایران ټولو بې اسناده افغان کډوالو ته د جولای تر شپږمې نیټې د وتلو ضربالاجل ټاکلی دی.
خو د مهاجرت نړیوال سازمان وايي چې په جون کې د ایستل شویو افغانانو شمېر د ایران د حکومت د ضرب الاجل تر ټاکلې نېټې زیات دی.
د دې ادارې ویاند، عزیز آغا، پرون (دوشنبې) فرانس پریس خبري اژانس ته وویل: د جون له لومړۍ تر ۲۸ نېټې پورې، ۲ لکه ۳۳ زره۹۴۱ تنه له ایرانه افغانستان ته ستانه شوي، چې د هغو په منځ کې یولکو ۳۱ زره,۹۱۲ کسان یوازې د جون د ۲۱ او ۲۸ ترمنځ په اوونۍ کې ثبت شوي دي.
نوموړي زیاته کړه: «له جنورۍ را په دې خوا، ۶ لکه ۹۱ زره کسان افغانستان ته ستانه شوي، چې ۷۰ سلنه یې په زوره شړل شوي دي.»
د مهاجرت د نړیوال سازمان په وینا، د تېرې اوونۍ په ځینو ورځو کې دا شمېر تر ۳۰ زره کسانو پورې رسېدلی و.
۷۵ افغان معلولینو ته په بریالۍ توګه مصنوعي پښې نصب شوې

د هند په مرسته لسګونو افغان معلولینو ته مصنوعي پښې ولګول شوې.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند راندیر جیسوال پرون په خپله ایکس پاڼه دا خبر ورکړی.
هغه لیکلي د هند د یوې خیریه موسسې جیپور فوټ له خوا ۷۵ افغان معلولینو ته په بریالۍ توګه مصنوعي پښې نصب شوې.
جیسوال دا کار له افغانستان سره د هند د بشري مرستو یوه برخه وبلله او زیاته یې کړه چې د مصنوعي پښو د لګولو دا پنځه ورځنی کمپ له تود هرکلي سره مخ شو.
په افغانستان کې لسیزو جګړو لکونه کسان ټپيان او له ډلې یې ګڼ تلپاتې معلوله کړل. اکثر د دغو معلولین غبرګې پښې، لاسونه یا یو لاس یا پښه پرې شوې ده.
سره صلیب نړیوالې کمېټې ویلي دوی سره لږ تر لږه ۲۱۰ زره فزیکي معلولیت لرونکي کسان ثبت دي چې له ډلې یې تېرو څو کلونو کې له شاوخوا یو نیم لکو دغو معلولینو سره مرستې شوي.
یوه میاشت کې له ایرانه د څه باندې ۲۳۰ زرو افغانانو راستنېدنه؛ ګڼ په زور ایستل شوي

د کډوالۍ نړیوال سازمان آی او ام ویلي جون میاشت کې څه باندې ۲۳۰ زره افغانان له ایرانه څخه راوتلي دي.
دې ادارې نن په یوه اعلامیه کې لیکلي چې ډېری دا افغان کډوال له ایران څخه په زور ایستل شوي.
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د افغان کډوالو ډله ییز اخراج به په افغانستان کې بې ثباته وضعیت لا پسې کړکېچن کړي.
ایران د جولای تر شپږمې هلته مېشتو بې اسنادو افغان کډوالو ته د وتلو مهلت ټاکلی وو.
د راپورونو له مخې تر دې نېټې دمخه ایراني پولیس لاس په کار شوي او د ورځې زرګونه افغانان له ایرانه باسي.
تېر څو ورځې لږ تر لږه ۳۰ زره کسان د ورځې له ایرانه افغانستان ته ستنیږي.
د کډوالو عالي کمشنرۍ: ډاډ باید رامنځته شي چې بیا ستنېدنه ثبات رامنځته کوي نه بې نظمۍ

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ یو چارواکی وایي، د اسراییل او ایران جګړه درېدلې، خو بشري اغیزې یې لا هم دوام لري.
په افغانستان کې د دغه سازمان استازي عرفات جمال دا خبره له ایرانه افغانستان ته د لسګونه زره افغان کډوالو ستنېدو ته په اشارې کړې ده.
هغه پرون یکشنبه ( د چنګاش ۸مه) پر خپله ایکس پاڼه لیکلي " راځی په ګډه دا ډاډ ترلاسه کړو چې د کډوالو راستنېدنه د ثبات یو لامل وي، نه د بې نظمۍ.
دغه کډوال تر ډیره د اسلام قلعه بندر له لارې افغانستان ته راستانه شوي چې د ملګرو ملتونو د موندنو له مخې ناوړه شرایطو کې ژوند کوي.
یو.ان.ایچ.سي.ار د شنبې په ورځ وویل، په وروستیو کې په ورځني ډول لسګونه زره کسان له ایرانه راستنول کیږي.
دوی ویلي، د جون په ۲۶مه یې په یوه ورځ ۳۶ زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي.
وروستیو سیلابونو افغانستان کې ۵ تنه مړه کړي او ۸ تنه یې ټپیان کړي دي

په افغانستان کې د تیرو څو ورځو بارانونو او سیلابونو لږ تر لږه ۵ کسان مړه کړي او اته نور یې ټپیان کړي دي.
د طالبانو د حکومت له پيښو سره د مبارزې ملي ادارې ویلي چې دغه مرګ ژوبله په کابل، پروان، لوګر، میدان وردګ، خوست، پکتیا، پکتیکا، لغمان، زابل او ننګرهار کې رامنځته شوې.
دغه وزارت تېر ماښام پر خپله ایکس پاڼه/پخواني ټویټر لیکلي چې سیلابونو ۷۱ کورونه بشپړ او ۱۶۲ سرسري تخریب کړي او دغه راز یې زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه، حاصلات او بڼونه له منځه وړي.
دوی ویلي چې د زیانونو دا شمیرې لومړنۍ دي او وروسته ممکن بدلون په کې راشي.
نن دوشنبه سهار هم په پکتیا، خوست، ننګرهار، کونړ او نورستان ولایتونو کې د تندریز باران او سیلابونو وړاندوینه شوې ده.
له ایرانه د افغان کډوالو ډله ییز اخراج؛ په یوه ورځ ۳۶زره کسان ایستل شوي

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ له ایرانه په ډله ییزه توګه د افغان کډوالو د ایستلو په اړه خبرداری ورکړی.
دې ادارې په یوه بیان کې ویلي چې تېرې څو ورځې د ورځې لسګونه زره افغان کډوال له ایرانه ایستل کېږي.
د بیان په اساس د جون په شپږویشتمه په یوه ورځ ۳۶۰۰۰ افغان کډوال له ایرانه خپل هېواد ته استول شوي.
په افغانستان کې د یو ان اچ سي ار مشر عرفات جمال چې د دغو کډوالو د لیدلو لپاره د افغانستان او ایران پولې ته تللی وو ویلي: دا افغان کډوال په ډېرو بدو شرایطو کې خپل وطن ته ستنیږي او په تېره ښځې چې له کار او تعلیمه محرومې دي تر ډېرې اندېښمنې دي.
ایران د اسراییلو تر بریدونو وروسته د افغان کډوالو د نیولو او ایستلو لړۍ چټکه کړې ده.
د یو ان اچ سي ار په خبره په تېرو دریو میاشتو یعنې له مارچ راهیسې لږ تر لږه ۶۴۰ زره افغانان له ایران ایستل شوي.
واحد الله نژند خپل تاجکي سیال ته ماتې ورکړه

د افغانستان د ازادو مبارزو لوبغاړي واحدالله نژند خپل تاجکي سیال ته ماتې ورکړه.
نژند تېره شپه د تاجکستاني فریدون شوخنظروف پر وړاندې لوبه کې د دوهم رونډ په جریان کې هغه په فني ضربه مات کړ او د سیالۍ ګټونکی شو.
دغه سیالۍ د جرمني په هامبورګ ښار کې د "اوکتاګون" سازمان تر چتر لاندې ترسره شوې ده.
نن یکشنبې په یو شمیر ولایتونو کې د بارانونو او سیلونو خبرداری ورکړل شوی

د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت نن یکشنبې په یو شمیر ولایتونو کې د تیز باران او له کبله یې د سیلونو د راوتو خبرداری ورکړی دی.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې په نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کاپیسا، پروان، کابل، لوګر، میدان وردګ، غزني، زابل، پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونو کې د سالنګونو په ګډن د تیزو بارانونو او سیلونو د راوتو خبرداری ورکړل شوی دی.
د بارانونو او سیلونو د راوتو دا خبرداری په داسې حال کې دی چې پرون شنبې په لوګر او میدان وردګ ولایتونو کې د بارانونو له کبله سیلابونه راوتي وو.
که څه هم د طالبانو حکومت تراوسه په دغو دوو ولایتونو کې د راوتو سیلانونو د تلفاتو په اړه څه ویلي نه دي، خو د سیمې خلکو ازادي راډیو سره خبرو کې د پراخو مالي تاوانونو خبره کړې ده.