په داسې حال کې چې له ایرانه د افغان کډوالو بېسارې او ډلهییزه جبري ایستنه دوام لري، افغانستان ته د ستنېدونکو ښځو او نجونو د حقونو د احتمالي سرغړونې په اړه اندېښنې مخ پر زیاتېدو دي.
یو شمېر میندوارو افغان میرمنو په افغانستان او ایران کې د کډوالو په کمپونو کې په خورا سختو شرایطو او اړینو روغتیایي خدمتونو ته له لاسرسي پرته زیږون کړی دی. د دې میرمنو کورنۍ وايي چې د لومړنیو اسانتیاوو نشتوالي د میندو او ماشومانو روغتیا له جدي خطر سره مخ کړې ده.
د افغانستان طبي پوهنتونونو او انستیتوتونو کې له زده کړو راګرځول شوې نجونې محصلانې د طالبانو له حکومت څخه په ټینګار غواړي، چې د دوی پر زده کړو لګول شوي بندیزونه ختم کړي.
په داسې حال کې چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له لوري پر ښځو او نجونو پراخ لګول شوي محدودیتونه لا هم په خپل ځای دي، د افغانستان د خبریالانو مرکز په یو نوي راپور کې ویلي، په تېرو شپږو میاشتو کې په رسنیو کې د افغان ښځینه خبریالانو د حضور د لهمنځه وړلو هڅې ګړندۍ شوي دي.
د ښځو د حقونو بېلابېلو افغان بنسټونو د روسیې له لوري د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو پرېکړه غندلې او دا یې د افغان میرمنو په وړاندې په جنسیتي اپارتاید کې ښکیلتیا او د عدالت نقض بللی دی.
د افغانستان په جنوب کې د ثنا عاطف په نوم یوې خبریالې ( خبریالۍ کې د زړورتیا) جایزه ترلاسه کړه. نوموړې په دغه مستعار نوم له زن ټایمیز( Zan Times) په نوم یوې انلاین رسنۍ سره کار کوي. ثنا عاطف د جایزې د اعلان په غونډه کې ګډون کړی و، خو د امنیتي ستونزو له امله نه غواړي رسنیو سره خبرې وکړي.
د ملګرو ملتونو د ښځو پر وړاندې د تبعیض د لهمنځه وړلو کمېټې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته، د لومړی ځل لپاره، د ښځو د حقونو په وړاندې د افغانستان د نړیوالو ژمنو وضعیت ارزولی دی.
د افغان سندرغاړې او د کابل ښار اوسېدونکې زلالې هاشمي کورنۍ ادعا کوي چې نوموړې له تېرو ۱۶ ورځو راهیسې نادرکه شوې او دوی یې په اړه هېڅ دول معلومات نه لري.
نور راوښيه