ملاله فنډ (Malala Fund) وايي، له درې میلیونو ډالرو زیاته مرسته په افغانستان کې دننه په بدیلو تعلیمي پروګرامونو او همدارنګه په نړیواله کچه"د بشریت پر وړاندې د جنایت په توګه" د جنسیتي اپارتاید د رسمیت پېژندلو لپاره په نړیواله عدالت غوښتنه لګوي.
د دغه بنسټ په اعلامیه کې چې د چهارشنبې په ورځې ( د اګست په سلمه) خپره شوې راغلي، د دې پروګرام یوه برخه د ۱۰ زره څخه ډېرو افغانو نجونو ته د منځني ښوونځي له دورې پورته ټولګیو د انلاین زده کړو لپاره ده، چې لوړو زده کړو ته د زمینې برابرولو لپاره به ورته نړیوال اعتبار لرونکې تحصیلي اسناد وړاندې کړي.
وړاندې راغلي چې، د مرستې بله برخه د هغو سازمانونو لپاره ځانګړې شوي چې د طالبانو د قانوني تعقیب او د بشریت په وړاندې د جنایت په توګه د جنسیتي اپارتاید د رسمیت پېژندنې پر موضوع کار کوي.
په اعلامیه کې د دغه بنسټ د افغانستان د څانګې مشرې سحر حلیمزۍ په حواله راغلي، دوی له هغو ښځو او نجونو ملاتړ کوو چې نه غواړي له صحنې حذف شي. دوی د ازادۍ او عدالت په لومړۍ کرښه کې ولاړې دي، او ملاله فنډ د دوی ترڅنګ دی.
ملاله فنډ ټینګار کړی چې په دې پانګونې سره هڅه کوي په نړۍ کې د افغانو نجونو غږ پورته کړي او نړیواله ټولنه طالبان د ښځو د زده کړو د محرومولو په خاطر حساب ورکوونکي وګرځوي.
په ورته وخت کې په کابل کې له زده کړو محرومه یوه نجلۍ وايي، انلاین زده کړو ته ډېره خوشبینه نه ده او ټینګار کوي چې ښوونځي باید پرانیستل شي څو د ټولو افغانو نجونو لپاره د زده کړو زمینه برابره شي.
دې چې ویې نه غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، ازادي رادیو ته یې وویل:
"بدبختانه لا هم له شپږم ټولګي پورته نجونو ښوونځي تړلي پاتې دي. زه فکر نه کوم چې د هغو بنسټونو پروګرامونه ډېر ګټور وي چې غواړي د نجونو لپاره زده کړې برابرې کړي، ځکه په افغانستان کې میلیونه نجونې له زده کړو بې برخې شوې دي.”
خو د اروپا لپاره د افغانستان د سولې کمېټې د ښځو چارو مشره او د بشري حقونو فعاله رودابه فروتن بلخي، د ملاله فنډ له ملاتړ هرکلی کړی او ټینګار کوي چې باید دغه پیسې هغو کسانو ته ورسېږي چې په رښتیا د ښځو او نجونو لپاره کار کوي. دې ازادي راډیو ته وویل:
“دا چې دغه پیسې د جنسیتي آپارتاید او د نجونو د انلاین زده کړو لپاره ځانګړې شوې، د قدر وړ خبره ده. یوازې هیله لرم هغه کسان چې دا بودجه ترلاسه کوي د شل کلونو جمهوریت له تجربو ګټه واخلي او د هغه هدف لپاره یې ولګوي چې په خاطر یې دغه پیسې ورکړل شوې دي.”
یاده دې وي چې ملاله یوسفزۍ، د نجونو د زده کړو فعاله او د نوبل د سولې جایزې ګټونکې، د ملاله فنډ بنسټ ایښودونکې ده. هغې مخکې هم په وار وار د افغانو نجونو د زده کړو ملاتړ کړی او د بشریت په وړاندې د جنایت په توګه یې د جنسیتي اپارتاید د رسمیت پېژندنې غوښتنه کړې ده.
طالبان ادعا کوي چې د ښځو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي؛ خو له ۲۰۲۱ کال راهیسې چې دوی واک ته رسېدلي، له شپږم ټولګي پورته نجونو ښوونځي یې تړلي او پوهنتونونو ته یې هم د دوی منع کړی دی.
سربېره پر دې، پر ښځو یې سخت ټولنیز محدودیتونه لګولي، لکه په ډېریو دولتي او نادولتي ادارو کې له کاره د دوی راګرخول.
له ماشومانو د ملګرو ملتونو ملاتړ وجهي صندوق (یونیسف) د روان کال د حمل په میاشت کې وویل چې د نوي تعلیمي کال په پیل سره ۴۰۰ زره نورې افغان نجونې له منځنیو زده کړو محرومې شوې. او به دې سره د ټولو هغو نجونو شمیر چې په افغانستان کې له منځنیو زده کړو محرومې دپ ۲.۲ میلیونه ته ورسید.
یونیسف مخکې خبرداری ورکړی و که دغه بندیز تر ۲۰۳۰ کاله دوام وکړي، څلور میلیونه نجونې به له ښوونځیو بې برخې شي.