د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې (یو ان -ومن) هغه راپور رد کړ چې ویلي یې وه، افغانستان ته ستنې شوې ښځې او نجونې له پراخو محدودیتونو سره مخ دي.
د جرمني د کډوالو او پناه غوښتنې فدرال ادارې (بي. اې. ام. اف) اعلان کړی چې دغه هیواد ته د پناه غوښتونکو افغان میرمنو شمیر په بې ساري ډول لوړ شوی دی.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه ( یو.ان. ومېن) وایي، افغانستان ته بېرته ستنې کړل شوې افغان ښځې او نجونې له بې وزلۍ، په کم عمر کې د ودونو، تاوتریخوالي او بېلابېلو بې ساري محدودیتونو سره مخ دي.
یو شمېر کابل میشتې نجونې او میرمنې ادعا کوي چې د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت په دې وروستیو کې د ښځو او نجونو د نیونو لړۍ چټکه کړې او د هغوی پر ژوند او له کوره بهر تګ راتګ باندې محدودیتونه یې زیات کړي دي.
د کابل ښار د لوېدیځ، د دشت برچي سیمې یوې اوسېدونکې ادعا کړې چې یوه ۲۴ کلنه خپلوانه او ګاونډۍ یې، چې تازه واده شوې ناوې ده، درې ورځې وړاندې د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت له خوا د "حجاب نه مراعاتولو" او نورو نامعلومو دلیلو له امله نیول شوې وه.
یوه نوې څېړنه ښيي چې د ماشوم د زېږون په مسئله کې دا پوښتنه چې جنسیت به یې هلک وي که نجلۍ ښايي پنځوس- پنځوس نه وي. د هاروارډ پوهنتون څېړونکو په خپله وروستۍ څېړنه کې موندلې ده چې ښايي د ښځو عمر په دې برخه کې چې د ماشوم جنسیت څه ډول دی رول ولري.
یو شمېر کابل مېشتې ښځې او نجونې او د دوی خپلوانې ادعا کوي چې د طالبانو حکومت د حجاب او محارمو نه لرلو په تور د کابل په بېلابېلو سیمو کې دوی نیولي او بندیانې کړې یې دي.
نور راوښيه