د شمالي اتلانتيک د تړون يا ناټو د ايجاد ٧٠ کلونه پوره شول. دغه پوځي تړون وروسته له هغې پيل شو، چې ١٢ هېوادونو د کومې حملې په صورت کې د يو بل د دفاع ژمنه وکړه.
محمد سمیع ۱۲ کلن دی، هغه تېرکال د فاریاب په پښتونکوټ ولسوالۍ کې د ماین په چاودنه کې ټپي او وروستهیې دواړه پښې پرې شوې. ویډيو: اکرام کرم ایډیټ:لېمه هادي
د کونړ په ماڼوګي ولسوالۍ کې د داعش او وسلهوالو طالبانو په خلاف لاریون ترسره شو. لاریون کوونکي له دواړو اړخونو غواړي چې په چپه دره کې خپل منځي جنګونه پای ته ورسوي او بې کوره شويو خلکو ته دې بېرته خپلو کورونو ته د ستنېدو زمینه برابره کړي. ویډیو:روح الله انوري ایډيټ: لېمه هادي
افغانستان کې د نوي تعلیمي کال له پیل سره سم د زدهکړو په برخه کې د بېلابېلو بنسټونو له لوري کمپاینونه پیل شوي دي. دغه بنسټونه پهدې باور دي چې دا شان فعالیتونه زدهکړو ته د افغان ماشومانو د هڅونې لامل وګرځي. ویډیو او ایډیټ: لېمه هادي
د «سولې» په نوم د کندهار په سپينبولدک ولسوالۍ کې د اس ځغلونې سيالۍ ترسره شوي دي. د اس ځغلونې پهدغه سيالیو کې د ډېورنډ کرښې د دواړو غاړو اوسېدونکو ګډون کړی وو. صادق رښتیني پهدې اړه دا ویډيويي راپور برابر کړی دی. ایډيټ: لېمه هادي
سږکال د نورو کلونو په پرتله په شبرغان ښار کې د بزګر د ورځې جشن په ځانګړو مراسمو سره ولمانځل شو. د ازادي راډیو خبریال عالم رحمانیار پهدې اړه راپور چمتو کړی چې لېمه هادي یې وړاندې کوي.
د عراق او ملګرو ملتونو کارکوونکو په وروستيو اوونيو کې هغه ساحه وکيندله چې د دوى په باور د يزيديانو د ٣٠ کسانو ډله ييز قبر دى. دغه کسان د داعش وسلوالو له خوا وژل شوي او په سيمه کې په لسګونو نور ډله ييز قبرونه هم شته. کله چې داعش په عراق کې ځينې سيمې ونيولې، په زرګونو کسان ووژل شول. د امريکا ږغ راپور
سیمهییز پولیس له یوې اوونۍ را پهدېخوا غیر قانوني نمبر پلېټ لرونکو موټرنو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي. د تورو ښیښو لرونکو موټرو ته هم پهدې ولایت کې وروسته له دې د تګ راتګ اجازه نه ورکول کېږي. ویډیو: اکرام کرم ایډيټ: لېمه هادي
د کندهار ولایت یو شمېر د مدني ټولنو غړو د دغه ولایت سیلابځپلو لهپاره خیمه درولې. خو سیلاب ځپلي وایي، دوی سره هېځ ډول مرسته نهده شوې. محمد صادق ریښتیني پهدې اړه ویډیویي راپور برابر کړی. ایډېټ: تمیم اخګر
د امريکا د متحدو ايالتونو لوى څارنوال ويليم بار وايي، د ځانګړي څارنوال رابرټ مولر تحقيقاتو چې د امريکا د ولسمشرۍ په تېرو انتخاباتو کې د روسيې د لاسوهنې په اړه وو، دا نهده تصديق کړې چې د ولسمشر ټرمپ کمپاين دې «توطئه يا د روسيې له حکومت سره جوړ جاړى کړي وي.»
چارواکي وايي چې پهدې وروستیو کلونو کې په کندز ولایت کې د خلکو ترمنځ د ګلانو د روزنې دود او فرهنګ وده کړې او دا مهال پهدې ولایت کې په سلګونه کسان د ګلانو په روزنې بوخت دي.
د هند واک لاندې کشمیر په غرونو کې د اوبو د کمښت پوره کولو لپاره خلک په ژمي کې د واورې سټوپا جوړوي، خو اوس هلته يو نوښتګر په سټوپا کې دننه د واورې کېفې يا چای خانه جوړه کړې ده.
نور راوښيه