کابل کې د هنر سالار بڼسټ چې د وژل شوې فرخندې انځور د نوموړې د وژلو په ځای کې رسم کړ وایي چې لا هم د نوموړې د وژنې عاملین خپلې سزا ته رسېدلي نه دي.
د نوي کال لومړۍ ورځ یا «نوروز» ته د کابل ښاریانو چمتوالی نیسي. دوی نوی کال په جلبیو، کبانو، هفت مېوې، سمنک، سبزي چلو او قدم وهلو او تفریح کولو لمانځي. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم ډاډ ورکوي چې د نوروز د مراسمو لپاره لومړۍ درجه نظامي احضارات عملي کوي.
چارواکي: د افغان ځواکونو د وړتيا لوړوالی د دوی مرګ ژوبله کمه کړې
لیلما ناصري د جند د اعتدال، بشري حقونو، اداري فساد او سخت دريځۍ پر ضد کار کوي. ملالۍ بشیر له دې سره د مارچ مياشتې په مناسبت چې اتمه نېټه یې د ښځو نړيواله ورځ ده، له لیلما ناصري سره خبرې کړي. بشپړه مرکه دلته وګورئ.
په جوزجان ولایت کې د سنګسار تر سرلیک لاندې د ټیاټر نندارې په ټولنیزو رسنیو کې د ځینو دیني علماوو احساسات راپارولي دي.
نعيمه غني لیکواله او شاعره ده. ملالۍ بشير له دې سره د مارچ مياشتې په مناسبت چې اتمه نېټه یې د ښځو نړيواله ورځ ده، ځانګړې مرکه کړې ده.
وږمه فروغ د افغانستان د سولې عالي شورا غړې ده. ملالۍ بشير له دې سره د مارچ مياشتې په مناسبت چې اتمه نېټه یې د ښځو نړيواله ورځ ده، ځانګړې مرکه کړې ده.
افغان ولسمشر اشرف غني نن په کونړ ولایت کې دوه پروژې پرانیستې او د څو نورو پروژو چارې یې رسماً پیل کړې.
د غزني ولایت اوسېدونکي سږنیو واورو ته زیات خوشحاله دي.دوی وايي، دغه واورې هر اړخېزې ګټې لري چې هم به اوبه زیاتې شي، هم به هوا صافه کړي او هم به موسمي ناروغۍ ختمې کړي.په غزني کې د ازادي راډیو خبریال حبیبالرحمن تأثیر پهدې اړه یو ويډیو راپور برابر کړی دی.
په همالیا غرونو کې اتیا کاله دښمنۍ پاکستان او هند د لویې جګړې له ډيریدو سره مخامخ کړی دی.
د کب نهمه په افغانستان کې د سرتېرو د ملي ورځ په نوم یادېږي. د کب نهمه د سرتېرو ملي ورځ د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې ولمانځل شوه .
ارزګان ولایت کې د سولې د ارمان په نوم د کرکټ ۳۰ ورځنۍ سیالۍ پای ته ورسېدې.دغه سیالۍ تېره ورځ ناوخته د اتفاق لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
نور راوښيه