سیمهییز پولیس له یوې اوونۍ را پهدېخوا غیر قانوني نمبر پلېټ لرونکو موټرنو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي. د تورو ښیښو لرونکو موټرو ته هم پهدې ولایت کې وروسته له دې د تګ راتګ اجازه نه ورکول کېږي. ویډیو: اکرام کرم ایډيټ: لېمه هادي
د کندهار ولایت یو شمېر د مدني ټولنو غړو د دغه ولایت سیلابځپلو لهپاره خیمه درولې. خو سیلاب ځپلي وایي، دوی سره هېځ ډول مرسته نهده شوې. محمد صادق ریښتیني پهدې اړه ویډیویي راپور برابر کړی. ایډېټ: تمیم اخګر
د امريکا د متحدو ايالتونو لوى څارنوال ويليم بار وايي، د ځانګړي څارنوال رابرټ مولر تحقيقاتو چې د امريکا د ولسمشرۍ په تېرو انتخاباتو کې د روسيې د لاسوهنې په اړه وو، دا نهده تصديق کړې چې د ولسمشر ټرمپ کمپاين دې «توطئه يا د روسيې له حکومت سره جوړ جاړى کړي وي.»
چارواکي وايي چې پهدې وروستیو کلونو کې په کندز ولایت کې د خلکو ترمنځ د ګلانو د روزنې دود او فرهنګ وده کړې او دا مهال پهدې ولایت کې په سلګونه کسان د ګلانو په روزنې بوخت دي.
د هند واک لاندې کشمیر په غرونو کې د اوبو د کمښت پوره کولو لپاره خلک په ژمي کې د واورې سټوپا جوړوي، خو اوس هلته يو نوښتګر په سټوپا کې دننه د واورې کېفې يا چای خانه جوړه کړې ده.
د مشال راډیو همکار او هنرمند اسحاق خان نوی سندرې چې د پښتو ژبې نویالی شاعر سلیم راز شعر یې زم زمه کړې،په دې ویډیويي کلېپ کې اورېدای شئ.
د بزګر دودیزه مېله نن د کابل په بادام باغ کې د دولتي لوړپوړو چارواکو او عام خلکو په ګډون کرنیزو نندارتونونو او د بزګرانو په مارشونو او ملي اټنونو ولمانځل شوه.
از روز نوروز در ولایت بامیان با مراسم ویژه تجلیل بعمل آمد. شماری زیاد از باشندههای این ولایت از مناطق مختلف آن به مرکز این ولایت آمده و سال نو خورشیدی جشن گرفتند. عباس نادری خبرنگار رادیو آزادی در بامیان از جریان مراسم این گالری عکس را تهیه کردهاست.
په خوست کې دا ځل د بزګر عنعنوي جشن د نوي کال په اوله ورځ د ښار په تفریحي غونډۍ کې جوړ شو.
کابل کې د هنر سالار بڼسټ چې د وژل شوې فرخندې انځور د نوموړې د وژلو په ځای کې رسم کړ وایي چې لا هم د نوموړې د وژنې عاملین خپلې سزا ته رسېدلي نه دي.
د نوي کال لومړۍ ورځ یا «نوروز» ته د کابل ښاریانو چمتوالی نیسي. دوی نوی کال په جلبیو، کبانو، هفت مېوې، سمنک، سبزي چلو او قدم وهلو او تفریح کولو لمانځي. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم ډاډ ورکوي چې د نوروز د مراسمو لپاره لومړۍ درجه نظامي احضارات عملي کوي.
چارواکي: د افغان ځواکونو د وړتيا لوړوالی د دوی مرګ ژوبله کمه کړې
نور راوښيه