جان اغا هغه افغان دى، چې په پروان ولايت کې يې له ماشومتوبه په لسګونو زاڼې ښکار کړي دي. نور خلک دغه ښکار کړي مارغان يا د ساتلو، يا د هغوى له غوښو د کار اخيستلو په نيت ورڅخه رانيسي. جان اغا وايي په کور کې به شا و خوا سل زاڼې لري او دا يې له لسيزو راهيسې د روزي ګټلو يوه لار ده.
په جنوب کې د ۲۰۵م اتل قول له روزنیز مرکز څخه د اردو شاوخوا ۱۰۰۰ سرتیري فارغ شول. دغه سرتیري چې په تېرو درېيو میاشتو کې يې د وسلو کارولو او جګړې مهارتونه زده کړي وايي چې د وسلهوالو سره جګړې ته تیار دي او هغه وسلهوال به وځپي چې سوله نهکوي. ویډیو: محمد صادق ریښتینی ایډیټ: لېمه هادي
په افغانستان کې له طالبانو سره د سولې بحثونه ګرم دي او رسنۍ هم په دې اړه خپلې اندېښنې او خوشبینې لري. د خبریالانو یوه ډله د خپلو فعالیتونو د محدودېدو په اړه اندېښمن دي خو ځینې یې بیا سوله یو فرصت ګڼي. ویډیو: لیمه هادي
وروستیو ورښتونو د نور ولایتونو په څېر په پلازمېنې کابل کې هم خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي. د ازادي راډيو خبریاله لېمه هادي د کابل ښار بېلابېلو سیمو ته تللې او دغه ویډیويي راپور یې پرې چمتو کړی دی.
د هرات فرهنګي مسؤلین وايي، د دې ښار تاریخي ګدامونه د ۷۰ میلیونه افغانیو په لګښت جوړیږي چې د افغانستان د حکومت له بودجې څخه دا پیسې ورکول کېږي. د ازادي راډیو خبریال شاهپور صابر خبرنگار رادیو په هرات کې پر دغو تاریخي ګدامونو دا انځوریز راپور برابر کړی دی.
ګلبدین نایب وايي د نړیوال جام لپاره به یوه ښه لوبډله وټاکل شي. د کرکټ د ملي ټیم نوي کپټان ښاغلي نایب ازادي راډیو ته وویل چې د یوې قوي لوبډلې د ټاکلو لپاره په جَنوبي افریقا کې تمرینونه کوي او په لوړ مورال به نړیوال جام ته ورځي. له ګلبدین نایب سره صفي الله ستانکزي مرکه کړې ده:
صدیق الله صداقت افغان انځورګر دی او په نهم ټولګي کې زده کړې کوي. دی د اتلسو کلونو دی او د زابل د میزانې ولسوالۍ دی. ملالۍ بشير له ده سره د ده د هنر په اړه خبرې کړي او په سر کې يې ورڅخه پوښتلي چې څومره موده کيږي چې دی انځورګري کوي؟
د شمالي اتلانتيک د تړون يا ناټو د ايجاد ٧٠ کلونه پوره شول. دغه پوځي تړون وروسته له هغې پيل شو، چې ١٢ هېوادونو د کومې حملې په صورت کې د يو بل د دفاع ژمنه وکړه.
محمد سمیع ۱۲ کلن دی، هغه تېرکال د فاریاب په پښتونکوټ ولسوالۍ کې د ماین په چاودنه کې ټپي او وروستهیې دواړه پښې پرې شوې. ویډيو: اکرام کرم ایډیټ:لېمه هادي
د کونړ په ماڼوګي ولسوالۍ کې د داعش او وسلهوالو طالبانو په خلاف لاریون ترسره شو. لاریون کوونکي له دواړو اړخونو غواړي چې په چپه دره کې خپل منځي جنګونه پای ته ورسوي او بې کوره شويو خلکو ته دې بېرته خپلو کورونو ته د ستنېدو زمینه برابره کړي. ویډیو:روح الله انوري ایډيټ: لېمه هادي
افغانستان کې د نوي تعلیمي کال له پیل سره سم د زدهکړو په برخه کې د بېلابېلو بنسټونو له لوري کمپاینونه پیل شوي دي. دغه بنسټونه پهدې باور دي چې دا شان فعالیتونه زدهکړو ته د افغان ماشومانو د هڅونې لامل وګرځي. ویډیو او ایډیټ: لېمه هادي
د «سولې» په نوم د کندهار په سپينبولدک ولسوالۍ کې د اس ځغلونې سيالۍ ترسره شوي دي. د اس ځغلونې پهدغه سيالیو کې د ډېورنډ کرښې د دواړو غاړو اوسېدونکو ګډون کړی وو. صادق رښتیني پهدې اړه دا ویډيويي راپور برابر کړی دی. ایډيټ: لېمه هادي
نور راوښيه