په اوسنیو شپو ورځو کې د غزني په مقر ولسوالۍ کې د سنټيګراټ په حساب شااوخوا منفي درې او لوړه نهه درجې سړه هوا اټکل شوې ده.
په کندهار ولایت کې د غالۍ اوبدلو صنعت د پراختيا په حال کې دى. پهدې ولايت کې د کليو د پراختيا رياست چارواکي وايي هغه کورنۍ چې تازه له پاکستان او ايران څخه راستنېږي، دوى ورته د غالۍ اوبدلو په برخه کې د کار زمينه برابره کړې ده.
د کندهار ولایت د کرنې او مالدارۍ رياست وايي چې وروستيو، بارانونو د وچکالۍ خطرونه له منځه وړي او خلکو ته د يوه اباد کال زيرۍ ورکوي.
د کونړ ولایت په مرکز اسعداباد ښار کې نندارتون جوړ شو، پهدې نندارتون کې د کونړ کرنیز او نور تولیدات ايښودل شوي وو.
د ولسي جرګې یو شمېر ښځینه نوماندانې وایي، د کمپاین د مهال جنسیتي چلند لا تر اوسه دوی ځوروي. د ازادي راډیو خبریال نصرت پارسا پهدغه ویډیو کې د دوه ښځینه نوماندانو تېر وخت ته کتنه کړې ده.
د کابل د شهرنو ګل فروشي کوڅه د ښار د نورو بازارونو په شان په بېلابېلو ګلانو سمبال شوې، خو د نورو دوکانونو په پرتله دا کوڅه د میینانو لپاره نن یو ښه ادرس ګرځېدلې. ویډیو او ایډیټ: لېمه هادي
د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د پام وړ واورې او بارانونه وریدلي، خو دغو ورښتونو په هرات کې خلکو ته زیانونه هم رسولي دي.
د عبدالرؤف په نوم د کندهار یو اوسیدونکی چې د روانو جګړو قربانی دی، د افغان دولت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې او اوربند غوښتنه کوي.
د کوټې اوسېدونکی علاو الدین اڅکزی وايي، پولیسو یې د ماشوم زوی پرضد پرچه «اېف ای ار» لیکلی او درې ځلې یې د هغه د نیولو لپاره پر کور چاپه وهلې.
په داسې حال کې چې "طالبان ۲،۰" د سولې په مذاکراتو کې له بېلابېلو اړخونو سره سیالي کوي، دغه د ارشیف انځورونه په ۱۹۹۶-۲۰۰۱ کلونو کې د یوې افراطي اسلامي ډلې د واکمنۍ پر مهال تریخ ژوند ښيي.
د ژمي سړه هوا د شبرغان بېځایه شویو ماشومانو لپاره ګواښوونکې ده. دغه سړه هوا د بې ځایه شویو ماشومانو د کورنیو اندېښنې راپارولي دي. د ازادي راډیو خبریال عالم رحمانیار د دغو بېځایه شویو سیمو ته ورغلی او دغه وېډېویې راپور يې پرې چمتو کړی دی. ایډيټ: لېمه هادي
نور راوښيه