په همالیا غرونو کې اتیا کاله دښمنۍ پاکستان او هند د لویې جګړې له ډيریدو سره مخامخ کړی دی.
د کب نهمه په افغانستان کې د سرتېرو د ملي ورځ په نوم یادېږي. د کب نهمه د سرتېرو ملي ورځ د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې ولمانځل شوه .
ارزګان ولایت کې د سولې د ارمان په نوم د کرکټ ۳۰ ورځنۍ سیالۍ پای ته ورسېدې.دغه سیالۍ تېره ورځ ناوخته د اتفاق لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
د پاکستان وزير اعظم عمران خان وايي، د هند بريد په غبرګون کې به د عملیات لپاره د وخت او ځای انتخاب پهخپله کوي.
په جوزجان ولایت کې هغه ماشومان چې د کورنۍ غړي یې په کورنیو جګړو کې وژل شوي او عمر یې ۱۶ ته رسېږي پهدغه روزنتون کې ژوند کوي.
په اوسنیو شپو ورځو کې د غزني په مقر ولسوالۍ کې د سنټيګراټ په حساب شااوخوا منفي درې او لوړه نهه درجې سړه هوا اټکل شوې ده.
په کندهار ولایت کې د غالۍ اوبدلو صنعت د پراختيا په حال کې دى. پهدې ولايت کې د کليو د پراختيا رياست چارواکي وايي هغه کورنۍ چې تازه له پاکستان او ايران څخه راستنېږي، دوى ورته د غالۍ اوبدلو په برخه کې د کار زمينه برابره کړې ده.
د کندهار ولایت د کرنې او مالدارۍ رياست وايي چې وروستيو، بارانونو د وچکالۍ خطرونه له منځه وړي او خلکو ته د يوه اباد کال زيرۍ ورکوي.
د کونړ ولایت په مرکز اسعداباد ښار کې نندارتون جوړ شو، پهدې نندارتون کې د کونړ کرنیز او نور تولیدات ايښودل شوي وو.
د ولسي جرګې یو شمېر ښځینه نوماندانې وایي، د کمپاین د مهال جنسیتي چلند لا تر اوسه دوی ځوروي. د ازادي راډیو خبریال نصرت پارسا پهدغه ویډیو کې د دوه ښځینه نوماندانو تېر وخت ته کتنه کړې ده.
د کابل د شهرنو ګل فروشي کوڅه د ښار د نورو بازارونو په شان په بېلابېلو ګلانو سمبال شوې، خو د نورو دوکانونو په پرتله دا کوڅه د میینانو لپاره نن یو ښه ادرس ګرځېدلې. ویډیو او ایډیټ: لېمه هادي
د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د پام وړ واورې او بارانونه وریدلي، خو دغو ورښتونو په هرات کې خلکو ته زیانونه هم رسولي دي.
نور راوښيه