د کندهار ولایت د کرنې او مالدارۍ رياست وايي چې وروستيو، بارانونو د وچکالۍ خطرونه له منځه وړي او خلکو ته د يوه اباد کال زيرۍ ورکوي.
د کونړ ولایت په مرکز اسعداباد ښار کې نندارتون جوړ شو، پهدې نندارتون کې د کونړ کرنیز او نور تولیدات ايښودل شوي وو.
د ولسي جرګې یو شمېر ښځینه نوماندانې وایي، د کمپاین د مهال جنسیتي چلند لا تر اوسه دوی ځوروي. د ازادي راډیو خبریال نصرت پارسا پهدغه ویډیو کې د دوه ښځینه نوماندانو تېر وخت ته کتنه کړې ده.
د کابل د شهرنو ګل فروشي کوڅه د ښار د نورو بازارونو په شان په بېلابېلو ګلانو سمبال شوې، خو د نورو دوکانونو په پرتله دا کوڅه د میینانو لپاره نن یو ښه ادرس ګرځېدلې. ویډیو او ایډیټ: لېمه هادي
د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د پام وړ واورې او بارانونه وریدلي، خو دغو ورښتونو په هرات کې خلکو ته زیانونه هم رسولي دي.
د عبدالرؤف په نوم د کندهار یو اوسیدونکی چې د روانو جګړو قربانی دی، د افغان دولت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې او اوربند غوښتنه کوي.
د کوټې اوسېدونکی علاو الدین اڅکزی وايي، پولیسو یې د ماشوم زوی پرضد پرچه «اېف ای ار» لیکلی او درې ځلې یې د هغه د نیولو لپاره پر کور چاپه وهلې.
په داسې حال کې چې "طالبان ۲،۰" د سولې په مذاکراتو کې له بېلابېلو اړخونو سره سیالي کوي، دغه د ارشیف انځورونه په ۱۹۹۶-۲۰۰۱ کلونو کې د یوې افراطي اسلامي ډلې د واکمنۍ پر مهال تریخ ژوند ښيي.
د ژمي سړه هوا د شبرغان بېځایه شویو ماشومانو لپاره ګواښوونکې ده. دغه سړه هوا د بې ځایه شویو ماشومانو د کورنیو اندېښنې راپارولي دي. د ازادي راډیو خبریال عالم رحمانیار د دغو بېځایه شویو سیمو ته ورغلی او دغه وېډېویې راپور يې پرې چمتو کړی دی. ایډيټ: لېمه هادي
په فاریاب ولایت کې واورو او بارانونو د ورښتونو له امله وروستیو راوتلو سیلابونو کابو سل کورونه په قرمقول او قرغان ولسوالیو کې ویجاړ کړي دي چې سمدستي مرستو ته اړتیا لري. په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال اکرام کرم پرې انځوریز راپور لري.
ولسمشر محمد اشرف غني د ميدان وردګو لپاره مېرمن ظریفه غفاري د ښاروالې په توګه انتخاب کړې خو دې تر اوسه خپله دنده په رسمي توګه نه ده پیل کړې. ملالۍ بشیر له مېرمن غفاري سره خبرې کړي.
نور راوښيه