په داسې حال کې چې طالبان د سولې په مذاکراتو کې له بېلابېلو اړخونو سره بوخت دي، دغه د ارشیف انځورونه په ۱۹۹۶-۲۰۰۱ کلونو کې د یوې افراطي اسلامي ډلې د واکمنۍ پر مهال تریخ ژوند ښيي.
افغانستان د طالبانو د واکمنۍ پر مهال

په سېپټمبر میاشت کې، طالب جنګیالیو ښار له مجاهدینو ونیوه، هغه ډلې چې په پیل کې له شوروي او وروسته په ۱۹۹۰میلادي کلونو کې په خپل منځ کې جګړه پيل کړه.
د ۱۹۹۶ کال په سپټمبر کې، د پخواني شوروي ملاتړ لرونکی ډاکتر نجیبالله (کیڼ) او ورور یې وروسته له هغې په دار وځړول شول چې په کابل کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې ونیول او ووژل شول.
دا په عام محضر کې د طالبان لومړۍ ترخه ننداره وه چې واک ته له رسېدو وروستهیې په پلازمېنه کې ترسره کړه.
د ۱۹۹۶ کال په سپټمبر کې، د پخواني شوروي ملاتړ لرونکی ډاکتر نجیبالله (کیڼ) او ورور یې وروسته له هغې په دار وځړول شول چې په کابل کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې ونیول او ووژل شول.
دا په عام محضر کې د طالبان لومړۍ ترخه ننداره وه چې واک ته له رسېدو وروستهیې په پلازمېنه کې ترسره کړه.

یو طالب جنګیالی هغه سړی وهي ډبوي چې له نیم کېلو تریاکو سره نیول شوی دی.
دغې سخت دریځې ډلې قسم کړی و چې په جګړهځپلي افغانستان کې به نظم راوړي او د فساد ریښه به باسي.

د افغانستان په شمال کې یو سړی د شوروي له راکټ له کوله د کور د اړتیا وړ توکي جوړوي.
که څه هم وروسته له دې چې طالبان واک ته ورسېدل په ډېریو سیمو کې جګړه ودرېده، خو دغې ډلې د سختو اسلامي قوانینو او قبیلهاي دودونو په پلي کولو سره، د ډېریو افغانانو رنځ ته دوام ورکړ.


په کابل کې ښځې، وروسته له هغې چې طالبانو د پلازمېنې واک واخېست، د ښځو پر کار او زدهکړې یې بندیز ولګاوه، هغوی یوازې کولای شوئ تر ۸ کلنۍ د قرآن زدهکړه وکړي.

وروسته له هغې چې د باد ډیوې (کاغذ پران) او وزلوبې "غیراسلامي" لوبې وبلل شوې، فوټبال ډېر شهرت درلود، خو ډېری لوبې محدودې شوې.

فوټبالران مجبوره ول چې د لوبې پر مهال خپل بدن پټ کړي.
د بوکسرانو په څېر نور ورزش کوونکي مجبوره ول چې د طالبانو په سختو قوانینو او د ورزش عمومي نورمونو کې ځان عیار کړي.
کله چې دوو افغان بوکسرانو په یوه ټورنمنټ کې د ګډون لپاره پاکستان ته سفر وکړ، څارونکو ورنه وغوښتل خپلې ږیرې ورخرېيي.
د طالبانو د غبرګون له وېرې، دغو دوو بوکسرانو خپلې ږیزې ونهخرېیلې او له سیالۍ پرته هېواد ته راستانه شول.

