یو قرغزی لوبغاړی الماس اسماعیل کولوف داسې لوبه کوي چې تر ډېره له خطره ډکه ده. که څه هم لوبه یې ډېره مشهوره نه ده خو وايي چې د سیند تُندې څپې او ډبرې په دې لوبه کې انسان ته زیاتې ستونزې او خطر مخ کوي. صفي الله ستانکزي په دې اړه لنډ ویډیويي راپور جوړ کړی دی.
ايران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظريف د یوې ورځې پر سفر پاکستان ته رسېدلی دی. ښاغلي ظريف نن د پاکستان د صدراعظم نوازشريف او کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان سره وکتل. دی به همداراز د دې هیواد د پوځ له لوی درستيز سره هم وویني. ملالۍ بشير راپور لري.
د کابل په نهمه حوزه کې د روغتیا څلور لارې ته څېرمه د يوه رسټورانټ مخې ته انتحاري حمله شوی ده. په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال وايي چې سیمه کې پنځه ویجاړ شوي موټرونه لېدل کېږي چې دوه يې د بهرنیو ځواکونو زغرول ټانکونه دي.
په کندهار کې د کوکنار اړولو کمپاین د ټاکلي هدف له پوره کولو مخکې پای ته ورسېد او په دغه ولایت کې د کوکنارو نېښ وهل او حاصلات ټولول پیل شوي دي. ویډیو او ایډیټ: صادق رښتیني
د کارګر نړېواله ورځ لمانځنه د بې کارۍ له لاسه په مخدره موادو د یوه روږدي کس په تمثیل سره پيل شوه. په دغه پروګرام کې په سلګونه کسانو برخه اخېستې وه او له دولته یې د عدالت کار او معاش د زیاتېدو غوښتنه وکړه.
کابل ته د پاکستان له پارلمان څخه راغلی پلاوی وايي، د افغان چارواکو او مشرانو غوښتنې به په جدي توګه پاکستاني چارواکو سره شریکې کړي. ویډیو او ایډیټ ابراهیم صافی
د یو هلک او نجلۍ له خوا په کابل کې د جنسیتي برابریو او د مېرمنو د ظرفیت لوړولو په هدف پروګرام جوړ شوی وو.
د حقیقت څه دی په دې خپرونه کې مو د نشراتي پالیسۍ، له دغې پالیسۍ څخه د څارنې او دغه شان د یو شمېر نورو نشراتي موضوعاتو په اړوند د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له سرپرست پوهاند محمد رسول باوري سره مرکه کړې چې ستاسې پام ورته را اړوو. ویډیو او ایډیټ ولي سباوون
څېړونکي وايي، افغان ځواکونه د طالبانو تکتيکونه ځکه ډېر ژر نشي څېړلای چې طالبان په ډېره چټکۍ سره خپل تکتيکونه بدلوي. د راپور جزيات له ملالۍ بشير څخه.
سره له دې چې د بلخ پر ۲۰۹ شاهین قول اردو تر پېښې وروسته د دفاع وزیر او لوی درستیز له خپلو دندو استعفا وکړه خو په کابل کې یو شمېر مدني فعالان وايي هغه کسان چې وظیفوي غفلت یې کړی باید عدلي او قضایي ارګانونو ته معرفي شي. ویډیو ابراهیم صافی او ایډیټ ولي سباوون
د جمعې په ورځ د بلخ پر شاهین قول اردو د وسلهوالو طالبانو په برید کې سلګونه افغان سرتېرو او افسرانو ته مرګ ژوبله واوښته. انځور اخیستونکی: مجیبالرحمن حبیبزی
په کندهار کې لسګونه ځوانانو د شاهین قول اردو په حمله کې د وژل شویو سرتېرو د ارواح د خوښۍ په پار د قران کریم ختم وکړ، د هغوی په یاد یې شمعې بلې کړې او په دې توګهیې د قربانیانو له کورنیو سره غمشریکي وکړه. عکسونه:محمد صادق رښتینی
نور راوښيه