د کابل ښار د نهمې حوزې سیمه کې انتحاري حمله وشوه
د کابل په نهمه حوزه کې د روغتیا څلور لارې ته څېرمه د يوه رسټورانټ مخې ته انتحاري حمله شوی ده. په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال وايي چې سیمه کې پنځه ویجاړ شوي موټرونه لېدل کېږي چې دوه يې د بهرنیو ځواکونو زغرول ټانکونه دي. په پېښه کې د مرګ ژوبلې په اړه لا کره معلومات نشته خو د عیني شاهدانو له قوله ویل کېږي چې د پېښې په ځای کې یې دوه جسدونه لېدلي. د ازادي راډیو خبریال همدارنګه وايي چې اوسمهال سیمه کلا بنده ده او پېښې ځای ایمبولاسونه رسېدلي.