راپور او اډيټ: ملالۍ بشير
فرانکو د نړۍ تر ټولو زيات وزن لرونکی کس ګڼل کيږی. په مکسيکو کې ډاکټرانو د فرانکو د معدې عمليات وکړل ځکه رژيم نيولو ورباندي هيڅ اغېز نه کاوه. ملالۍ بشیر د فرانکو د عملیات کيسه کوي.
د ایران ستر مذهبي مشر ايت الله علي خامنه اي د دغه هیواد د ولسمشريزو ټاکنو د کانديدانو تر منځ لفظي لانجې بې مانا بللي دي. ملالۍ بشیر تفصیل وړاندي کوي
په سربیا کې د کډوالۍ د یوه کمپ تنکي ځوانان تیاتر کې لوبیږي. دغو تنکیو ځوانانو ته چې ډېر پکې افغانان هم دي پنځه ورځې په ورکشاپ کې د استادانو له خوا روزنه ورکړل شوه څو وروسته د نندارچیانو په وړاندې خپله ننداره وړاندې کړي. صفي الله ستانکزي په دې اړه ویډیويي راپور جوړ کړی دی.
ایمانویل ماکرون د یکشنبې په ورځ د فرانسې د ۲۵ جمهور رییس په توګه لوړه وکړه هغه د فرانسوا اولاند ځای ناستی شو صفي الله ستانکزي د ایمانویل ماکرون د لوړې مراسمو په اړه لنډ ویډیويي راپور جوړ کړی دی
شمالي کوريا خبرداری ورکړی چې د امریکا د نورو بنديزونو په صورت کې به اټومي فعاليتونه زیات کړي. ملالۍ بشير جزيات وړاندي کوي.
د کابل په شمال کې د پروان ولایت اړوند، ښکلې او رنګینې سیمې لري، دغو سیمو ته تر ډېره ځوانان او کورنۍ د مېلو او ښه وخت تیرولو لپاره راځي. د پروان ولایت مسؤلین وایي، هڅه کوي چې دغه ولایت کې د خلکو لپاره د مېلو او تفریح لپاره ډاډمنه فضا رامنځته کړي. ویډیو: احمد هنایش
د کندهار او زابل ولایت سلګونو اوسیدونکو د پاکستان پرضد د مظاهرې ترڅنګ د افغانستان پرخاوره د پاکستان حمله هم وغندله او له افغان امنیتي ځواکونو یې خپل ملاتړ اعلان کړ. ویډیو: صادق رښتینی ایډیټ: ابراهیم صافی
په بغلان کې افغان امنیتي ځواکونو د غځېدلو لویو لارو د امنیت په خاطر عملیات پیل کړي دي. چارواکي وایي چې دغه عملیات د شنبې ناوخته پیل شوي چې په کې یو شمېر وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده خو مخالفینو په دې اړه څه نه دي ویلي. ویډیو: بشیر احمد غزالي ایډیټ: ابراهیم صافی
د کندز امنیتي چارواکو په خبره، د کندز-تخار د لويې لارې په اوږدو کې د وسلهوالو مخالفینو او افغان ځواکونو تر منځ په درې ورځنۍ جګړه کې ۲۶ تنه وسلهوال طالبان وژل شوي او ۱۶ تنهیې ټپیان شوي دي. ویډیو: اجمل ارین ایډیټ: ابراهیم صافی
د پاکستان په مردان کې ۶۵ کلن لیاقت بابا چې له ۱۴ کالو راهیسې ډبرې خوري وايي، د ډبرو خوړل یې اراموي که یې و نه خوري نو مړ به شي. د ده په وینا چې هېڅ ناروغي نه لري او ښه تکړه دی. سیراج ظهیر پرې ویډيويي راپور لري:
یو قرغزی لوبغاړی الماس اسماعیل کولوف داسې لوبه کوي چې تر ډېره له خطره ډکه ده. که څه هم لوبه یې ډېره مشهوره نه ده خو وايي چې د سیند تُندې څپې او ډبرې په دې لوبه کې انسان ته زیاتې ستونزې او خطر مخ کوي. صفي الله ستانکزي په دې اړه لنډ ویډیويي راپور جوړ کړی دی.
نور راوښيه