د امریکا متحده ایالتونو دفاع وزیر جیمز متیس ویلي که روسیه وسله والو طالبانو ته وسلې ورکړي واشنګتن به یې مخه ونیسي. متیس دا خبره نن په کابل کې د امریکايي او ناټو ځواکونو له عمومي قومندان سره په یوې ګډې خبري غونډې کې وکړه.
په کابل کې د بخدي په نوم فرهنګي خونه پرانېستل شوه چې د افغاني کلتور د ودې او پرمختګ لپاره به کار کوي. د بخدي فرهنګي خونې مسؤل محمد منیب ابراهیمي چې له تېرو دوو کلونو راهیسې د يوه افغان موډل
په بغلان ولایت کې د بلخ د شاهین قول اردو د قربانیو د درناوي په خاطر د فاتحې مراسم ترسره شول. د بغلان د امنیې قوماندان جنرال اکرام الدین سریع د فاتحې د مراسمو پرمهال وویل چې ډېر ژربه د شاهین قول اردو د قربانیانوغچ واخلي.
د امریکا دفاع وزير جيمز ماتيس د دوشنبې په ورځ افغانستان ته ورسېد. دا په داسي حال کې ده چې د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره غواړي د جګړه ځپلي افغانستان په اړه خپله ستراتيژي جوړه کړي. ټاکل شوې ده ماتيس به له افغان چارواکو او امریکايي ځواکونو سره په کابل کې وويني.
د ازادي راډیو خبریال اجمل تورمان د خيبر پښتونخوا، اکوړه خټک کې د شاعر خوشحال خان خټک د پخوانۍ کلا او پر مزار یې دا انځوریز راپور برابر کړی دی.
د بلخ ولایت د ۲۰۹ شاهین قول اردو د جومات امام قاري احمد الله وایي، د ده ۲۵ کلن ورور شیرمحمد چې د حمایوي کنډک د لوژستیک قوماندان و، د شاهین په قول اردو د حملې پر مهال وژل شوی دی. د احمدالله یو بل ورورهم د حملې پرمهال په دغه قول اردو کې و چې ژوندۍ پاتی دی. ویډیو: مجیب الرحمان حبیب زی
د کندز په شېرخان بندر کې یو شمېر افغان سوداګر شکایت کوي چې تاجکستان دوی ته وېزه نه ورکوي. دغه افغان سوداګر خبرداری ورکوي، که د افغانستان حکومت د دغې ستونزې د حل لپاره کوټلي ګامونه پورته نهکړي، نو دوی به د هېواد سرحدي دروازه د تاجکستان په وړاندې وتړي. ویډیو : اجمل آرین ایډیټ: ابراهیم صافی
د کابل یو شمېر اوسېدونکو او مدني فعالانو د ولسي جرګې د کاري مودې د غځېدو په تړاو نن د ملي شورا له ودانۍ سره مظاهره وکړه. دغو مظاهرهکوونکو د تُندو شعارونو په ورکولو سره وویل چې د ولسي جرګې قانوني دوره بشپړه شوې او دوی په غیر قانوني ډول خپلو کارونو ته دوام ورکوي. ویډیو او ایډیټ ابراهیم صافی
ښاروالان معمولاً دا دنده لري چې ښاري چوپړتیاوې وړاندې کړي، خو د بدخشان ولایت د فېض اباد ښاروال د دې برعکس د يوې وسله والې ډلې مشري هم کوي. څه باندې پنځه کاله کېږي چې جنرال نذیرمحمد د فېض اباد ښاروال دی، د نوموړي په اړه داسې راپورونه ورکړل شوي چې د يوې وسلې ډلې مشري کوي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ننګرهار کې د داعش پر سمڅو د تر ټولو لوی غیرې اټم بم غورځول د امریکا د پوځ یو بریالی ماموریت بللی دی.
پنټاګون وايي چې د امریکا پوځ په ننګرهار ولایت کې د داعش ډلې پر مرکزونو تر ټولو ستر غیر اټمي بم غورځولی دی. د پنټاګون یو ویاند وايي، د جي بي یو ۴۳ په نوم دا بم چې د امریکا پوځ یې د ټولو بمونو د مور په نوم یادوي ۱۱ ټنه چاودیدونکي مواد درلودل.
"د ټولو بمونو مور" بمب چې کله په لومړي ځل ازمایل کېده، دا ویډیو له ارشیف څخه اخیستل شوې.
نور راوښيه