د کندز یو شمېر افغان سوداګر وايي تاجکستان ورته وېزه نه ورکوي
د کندز په شېرخان بندر کې یو شمېر افغان سوداګر شکایت کوي چې تاجکستان دوی ته وېزه نه ورکوي. دغه افغان سوداګر خبرداری ورکوي، که د افغانستان حکومت د دغې ستونزې د حل لپاره کوټلي ګامونه پورته نهکړي، نو دوی به د هېواد سرحدي دروازه د تاجکستان په وړاندې وتړي. ویډیو : اجمل آرین ایډیټ: ابراهیم صافی