په دې وروستیو کلونو کې انتحاري حملو او چاودنو د ډېرو هغو کسانو ژوند واخېست چې خپلو کورنیو ته یې یوه مړۍ ډوډۍ ګټله، د دوی غم د یادې کورنۍ غړي سخت دردمن کړي، ان تر دې چې له رواني ناروغیو سره یې مخ کړي دي. راپور: ابراهیم صافي
د کابل امنيه قومندانۍ چارواکي وايي، د لوی اختر لپاره په کابل ښار کې جدي امنیتي تدابیر نیول شوي دي. امنيه قومندان عبدالرحمان رحیمي کابل ښاریانو ته ډاډ ورکوي چې دوی به د اختر شپې، ورځې په یوه ارامه فضا کې تېرې کړی. راپور: ابراهیم صافی
د هېواد د خپلواکۍ د ورځې د لمانځلو لپاره په کندهار کې بېلابېل پروګرامونه جوړ شوي وو. محمدصادق رښتینی پرې دا ویډيويي راپور برابر کړی.
په کندهار کې د خپلواکۍ ورځې د لمانځلو لپاره چمتووالي نیول شوی. ټاکل شوې چې دغه ورځ په ځانګړو پوځي نمايشونو، غونډو او د خوښيو په پروګرامونو سره و لمانځل شي.
له انګریزانو نه د افغانستان د استقلال د بیا اخیستو د ۹۷مې کلیزې په ویاړ د یکشنبې په ورځ په کابل کې د درېیو ولایتونو د نجونو د بایسکل ځغلونې سیالۍ تر سره شوې. په دغو سیالیو کې د بلخ، بامیان او کابل نه لسو نجونو برخه اخيستې وه چې سیالۍ د برهان الدین رباني له پوهنتونه پیل او د پغمان ولسوالۍ تر تاق ظ
د کندهار باغوانان او د لندې مېوې کاروباریان وايي چي سږ د تېرو کلونو په پرتله د انګورو په حاصلاتو کې دېرش سلنه زیاتوالی راغلی.
د خېبر پښتونخوا په مرکز پېښور او د دې صوبې په بېلابېلو افغان کيمپونو کې مېشتو ګڼ شمېر افغان کډوالو په خيبر پښتونخوا کې د پوليسو د ځورونو او د کډوالو د جبري وېستلو پر ضد احتجاجي مظاهره وکړه.د غلام غوث ویډيو
د کابل امنیتي چارواکي وایي چې د کابل ښار د ميرويس ميدان په يوه مارکېټ کې د اور لګیدنې له امله یو تن وژل شوی او اووه تنه ټپیان شوي دي. دا خبرې د کابل امنیې قومندان عبدالرحمن رحیمي په سېمه کې خبریالانو ته وکړې. له بلې خوا له سیمې د ازادي راډيو خبریال وایي په دغه مارکیټ کې لګېدلى اور مهار شوی خو
په کندهار ښار کې د احمد شاهي جادې د رغولو د دوهم پړاو چارې پیل شوې. د دغې جادې د پراخوالي پلان شاوخوا څلوېښت کاله مخکې د پخواني ولسمشر محمد داود خان د واکمنۍ پر مهال جوړ شوى و.
علي رضا شهرستانی شاوخوا دوه میاشتې کیږي چې له ایرانه افغانستان ته راغلی دی. علي رضا وايي، وړاندې یې په ایران کې نشه يي توکي کارول خو کله چې کابل ته راغلی دغه عمل یې پریښي. شهرستانی اوس په کابل کې خیمه وهلې او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ډول ډول انځورونه یې نقاشي کړي دي.
د کندهار معلولینو او ځوانانو د کابل د پېښې د قربانیانو سره د وينې مرسته وکړه. محمدصادق رښتیني میرویس روغتون ته ورغلی او دا وېډیويي راپور يې برابر کړی.
د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ شاوخوا ۱۰۰ پولیسو نن د میرویس حوزوي روغتون ته وینه ورکړه. میرویس روغتون ته هره ورځ د حوزې په کچه د جګړې ټپیان او په تلسمیا ناروغۍ اخته ماشومان راوستل کېږي چي وینې ته ضرورت لري. وېډيو: محمد صادق رښیتنی
نور راوښيه