د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په اړه د شهرستاني نقاشیانې
علي رضا شهرستانی شاوخوا دوه میاشتې کیږي چې له ایرانه افغانستان ته راغلی دی. علي رضا وايي، وړاندې یې په ایران کې نشه يي توکي کارول خو کله چې کابل ته راغلی دغه عمل یې پریښي. شهرستانی اوس په کابل کې خیمه وهلې او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ډول ډول انځورونه یې نقاشي کړي دي. نوموړی وايي، ترهغې به د ښځو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې خپلې نقاشي ته ادامه ورکړي څو خلکو ته د دې ذهنیت نه وي ورکړی چې ښځه هم د نارینو په څېر د ژوند کولو حق لري.