رحیمي: لوی اختر په درشل کې د کابل امنیتي تدابیر جدي دي
د کابل امنيه قومندانۍ چارواکي وايي، د لوی اختر لپاره په کابل ښار کې جدي امنیتي تدابیر نیول شوي دي. امنيه قومندان عبدالرحمان رحیمي کابل ښاریانو ته ډاډ ورکوي چې دوی به د اختر شپې، ورځې په یوه ارامه فضا کې تېرې کړی. عبدالرحمان رحیمي د یکشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې د اختر لپاره امنيتي ځواکونو خپلې هلې ځلې ډېرې کړي او ډاډ ورکوي چې دغه ورځې به د امن په فضا کې تېرې شي. ښاغلي رحیمي وویل چې افغان امنیتي ځواکونه اجازه نه ورکوي چې وسلهوال مخالفین د افغانانو د اختر خوشحالۍ ګډې وډې کړي. راپور: ابراهیم صافی