د افغانستان استقلال په ویاړ د نجونو د بایسکل ځغلونې سیالۍ ترسره شوې
له انګریزانو نه د افغانستان د استقلال د بیا اخیستو د ۹۷مې کلیزې په ویاړ د یکشنبې په ورځ په کابل کې د درېیو ولایتونو د نجونو د بایسکل ځغلونې سیالۍ تر سره شوې. په دغو سیالیو کې د بلخ، بامیان او کابل نه لسو نجونو برخه اخيستې وه چې سیالۍ د برهان الدین رباني له پوهنتونه پیل او د پغمان ولسوالۍ تر تاق ظفر پورې یې دوام وکړ.