د کابل په یوه سوداګریز مارکېټ کې لګېدلي اور یو تن وژلی
د کابل امنیتي چارواکي وایي چې د کابل ښار د ميرويس ميدان په يوه مارکېټ کې د اور لګیدنې له امله یو تن وژل شوی او اووه تنه ټپیان شوي دي. دا خبرې د کابل امنیې قومندان عبدالرحمن رحیمي په سېمه کې خبریالانو ته وکړې. له بلې خوا له سیمې د ازادي راډيو خبریال وایي په دغه مارکیټ کې لګېدلى اور مهار شوی خو په بشپړ ډول له منځه نه دی تللی.