عبدالله: سعودي افغان سولې پروسې سره همکارۍ ته چمتو ده
د حکومت اجرائیه رئیس وايي چې سعودي چارواکو د افغانستان سولې په پروسه کې د زمینې او سهولت برابرولو په برخه کې همکاریو ته چمتوالی ښودلی دی. عبدالله عبدالله چې د یکشنبې په ورځ یې د سعودي عربستان د سفر د لاسته راوړنو په اړه له خبریالانو سره معلومات شریکول وویل چې له سعودي عربستانه د سولې په برخه کې د افغان حکومت د همکارۍ غوښتنه په هغه هېوادونو مستقیم تأثیر لري چې ترورېزم تمویلوي.